نړۍ

د امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه

د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.

Published

on

د امریکا سنا د روسیې او ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو طرحه د رای پراکثریت تصویب کړې او اوس به د ارزونې لپاره د استازو جرګې ته ولېږل شي.

د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.

د دې طرحې اصلي موخه د اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې اقتصادي فشار زیاتول دي.

په دې طرحه کې د امریکا ولسمشر ته پراخ واک ورکړ شوی؛ پر هغو هېوادونو دراندې تعرفې ولګوي، چې د روسیې د انرژۍ پېرودلو ته دوام ورکوي.

د طرحې له مخې، که د استازو جرګه یې تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي؛ نوموړی کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو لوی پېرودونکي دي.

هند، جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونه هغه حکومتونه دي، چې ښايي د دغو تعرفو له کبله اغېزمن شي.

په دې طرحه کې پر ایران د پراخو بندیزونو ترڅنګ، د دغه هېواد د انرژۍ او وسلو د برخو د تمویل لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.

د طرحې ملاتړي وايي؛ موخه یې د روسیې د انرژۍ عواید کمول او پر مسکو فشار زیاتول دي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تعرفو په برخه کې ولسمشر ته د پراخو واکونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي د امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو لپاره د وارداتي توکو بیې لوړې کړي.

ټاکل شوې، چې دا طرحه د سنا له تصویب وروسته، د استازو جرګې د دوبي د رخصتۍ له راستنېدا وروسته د اګست پر یودېرشمه وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version