تازه خبرونه
د امریکا یو فدرالي قاضي د ترمپ فرمان په لنډ مهاله توګه ځنډولی
د ترمپ هغه فرمان، چې د اووه مسلمانو هېوادونو وګړي تر دوه یم فرمان پورې امریکا ته له تګه منع کوي؛ یوه فدرالي قاضي په لنډمهاله توګه ځنډولی دی.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ د ترهګریزو بریدونو په وړاندې په مبارزه کېد امریکا پر خوندیتوب ټینګار څرګند کړ او امر یې وکړ، چې امریکا ته باید د څلور میاشتو لپاره د اووه مسلمانو هېوادونو وګړي پرې نه ښودل شي.
د امریکا د مدني آزادیو ټولنې د شنبې په ورځ د دغه فرمان په غبرګون کې د ترمپ پروړاندې محکمې ته شکایت کړی و.
دغه ټولنه وايي، قاضي امر کړی، چې د ترمپ د فرمان له مخې نیول شوي کسان باید خوندي او خپلو هېوادونو ته وانه ستول شي.
دې ټولنې اټکل کړی، چې د ترمپ له فرمان صادریدا وروسته لږ تر لږه۲۰۰ پورې کسان د امریکا په هوايي ډګرونو او بستمځیو کې نیول شوي دي.
د محکمې پرېکړه داسې مهال خپره شوې، چې د نیویارک په جان اف کنډي هوايي ډګر کې په سلګونه لاریونکوونکیو د هغو پنا غوښتونکیو د خوشي کیدا غوښتنه کړې، چې امریکا ته په رسیدانیول شوي دي.