ساینس او ټیکنالوژي
د امریکا ولسمشرۍ پر ۶ چینايي بنسټونو بندیزونه ولګول
د امریکا د ولسمشر جو بایدن دفتر د هغو شپږ چینایي شرکتونو نومونه د صادراتي بندیزونو په نوملړ کې ونیول، چې د نسکور شوي څارګر بالون پر سر یې د چین او امریکا تر منځ ناندرې راپورته کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ د امریکا ولسمشرۍ ادعا کړې، چې په دې نوملړ کې د راغليو بنسټونو هڅې د چینایي پروګرام پر بنست له څارګرو بالونونو سره تړلې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پېنځه شرکتونه او یو څېړنیز بنسټ د امریکا د صادراتي محدودیتونو په نومولړ کې ورزیات شوي، چې د چین د اردو د فضايي پروګرامونو د عصري کولو لپاره یې د بیجینګ له هڅو ملاتړ کړی دی.
څو ورځې وړاندې امريکا په ډاګه کړې وه، چې د چين د پوځ اړوند د هغو بنسټونو پر ضد يې هڅې پیل کړي، چې د امريکا هوايي قلمرو ته یې د چينایي څارګر بالون په الوت کې لاس لري.
ساینس او ټیکنالوژي
اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله ټاکلی او په دې توګه لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی، چې دا ډول محدودیت وضع کوي.
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکي ځوانان کولی شي له ټولنیزو شبکو ګټه واخلي؛ خو دا کار به د خوندیتوب د ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې وي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا څارنه، له ناپېژاندو کسانو سره د اړیکو محدودول، د پردې د کارونې د وخت د تنظیم وسایل او د والدینو د څار امکانات شامل دي.
دا مقررات به په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو پلي کېږي او شرکتونه به اړ وي، چې د عمر د کره تثبیت لپاره د ډیجیټلي هویت د تائید او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له ټکنالوژیو ګټه واخلي. یوازې د کاروونکي له لوري د عمر اعلانول به د منلو وړ نهوي.
د نویو قوانینو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه غیر فعال کړي، د عمر د تائید د سیسټمونو د تېرایستلو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمند اعلانونو یا د کاروونکو د چلند د شننې لپاره ونهکاروي.
د اماراتو حکومت ویلي، دغه ګامونه د نامناسبو محتواوو، ناامنو انلاین اړیکو، د ټولنیزو شبکو د زیاتې کارونې او د ماشومانو د شخصي معلوماتو د راټولولو پر وړاندې د هغوی د ساتنې لپاره پورته شوي دي.
ټولنیزو شبکو ته تر ۱۲ میاشتو پورې مهلت ورکړ شوی، چې خپل فعالیتونه له نویو مقرراتو سره برابر کړي.
اماراتو ټینګار کړی، چې دا چوکاټ په انلاین چاپېریال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو هڅو سره همغږی دی او د ډیجیټلي لاسرسي او د کاروونکو د خوندیتوب ترمنځ توازن رامنځته کوي.
په وروستیو کلونو کې استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او انلاین خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدا سره ورته محدودیتونه وضع کړي دي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایران پر سترو بانکونو سایبري برید؛ بانکي خدمتونه ګډوډ شول
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د ایران یو شمېر ستر بانکونه د شنبې پر ورځ د یوه سایبري برید له کبله له پراخو بانکي ستونزو او ګډوډیو سره مخ شول.
د ایران دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې د څرګندونو له مخې، دې سایبري برید څلور ستر مالي بنسټونه، د ایران ملي بانک، د صادراتو بانک او د سوداګرۍ بانک په ګډون؛ اغېزمن کړي دي.
د دې پېښې له کبله د انلاین او موبایلي بانکدارۍ خدمتونه، د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ATM)د پلور ماشینونه (POS) او ځینې بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ شوې دي.
ایراني چارواکو ویلي، تخنیکي څېړنو ثابته کړې، چې د دغو ګډوډیو لامل یو سایبري برید و.
اغېزمنو بانکونو ویلي، چې د برید له پېژندلو سره سم یې تخنیکي ډلو د مشتریانو د معلوماتو او بانکي بېخبناوو د خوندیتوب لپاره اړین احتیاطي ګامونه پورته کړي دي.
دغه راز د ایران د دولتي بانکونو د همغږۍ کمیټې مسوولانو ویلي، چې د سیسټمونو د بېرته رغولو او فعالولو بهیر پیل شوی او د ستونزو ډېره برخه هواره شوې ده.
چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې تر اوسه د مشتریانو معلوماتو ته د غیرمجاز لاسرسي هیڅ نښه نهده لیدل شوې او د بانکي معلوماتو د افشا کېدا کوم راپور هم خپور شوی نهدی.
ساینس او ټیکنالوژي
سایبري برید د اروپا درې لوی هوايي ډګرونه له ګډوډۍ سره مخ کړل
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
د اروپا په درې بوختو هوايي ډګرونو کې د رخصتیو پر مهال د کالینز هوایي شرکت د الوتنې سیسټم پر سایبري برید ګډوډ کړ، چې د مسافرینو د چک کولو او پورته کولو لپاره کارول کېده.
دا برید، چې د شنبې پر ورځ د سپټمبر پر شلمه پیل شو؛ د لندن هیترو، برلین برانډنبرګ او بروکسل هوايي ډګرونو کې یې ډیجیټل خدمات ګډوډ کړل او هوایي شرکتونه اړ شول، چې د سامانونو د چک کولو او غورځولو لپاره لاسي میتودونه وکاروي.
مسافرین له اوږدو کتارونو او پراخ ځنډ سره مخ شول.
د هوایي چلند شنونکي شرکت سیریوم د څرګندونو له مخې؛ یوازې د شنبې پر ورځ ۳۵ بهرنۍ او ۲۵ کورنۍ الوتنې لغو شوې، چې د بروکسل هوايي ډګر تر ټولو ډېر زیانمن شو.
ګډوډي د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه، چې ۳۸ بهرنۍ او ۳۳ نورې کورنۍ الوتنې لغو شوې.
د بروکسل هوايي ډګر له هوايي شرکتونو څخه غوښتنه کړې؛ خپلې الوتنې د دوشنبې تر ورځې پورې نیمایي ته راټیټې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې تر ۱۴۰ پورې نورې هم لغو کېدی شي.
کالینز هوایي شرکت ویلي، چې دوی د برید د خپرېدا د مخنیوي لپاره اغېزمن شوي سیسټمونه بېل کړي؛ خو د بشپړې رغېدو لپاره یې وخت ندی ورکړی.
په انګلستان، جرمني او بلجیم کې د سایبر امنیت ملي ادارې د پېښې په اړه څېړنه کوي؛ خو دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا برید د تاوان سافټویر و، د خدماتو د بندېدا برید و یا منظم دولتي عملیات.
اروپايي کمیسیون دا ګډوډي “جدي؛ خو منظم نه” وبلله؛ خو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا پېښه پر مرکزي ډیجیټل سیسټمونو د ډېرې تکیه کولو خطرونه پر ګوته کوي.
هوایی ډګرونو له مسافرینو څخه غوښتنه کړې، چې لږ تر لږه درې ساعته دمخه هوایي ډګر ته راشي او د الوتنې د تازه حالت توضیحاتو لپاره د هوایي شرکتونو وضعیت وګوري.
لکه څنګه، چې هوایي شرکتونه د مسافرینو د بیا الوتنې لپاره هڅه کوي؛ چارواکو خبرداری ورکړی، چې د ځنډ لړۍ ممکن تر راتلونکې اوونۍ وغځیږي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه13 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه14 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
