Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا په بودیجه کې دوه میلیارد و شپږ سوه میلیون دالر افغانستان ته ځانگړي کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل هېواد کانگرس ته د بودیجي د طرحې په وړاندي کولو سره وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره مرستو ته چمتو دی.

په افغانستان کي تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې امریکا او نور هېوادونه به افغانستان یوازي پریږدي او یادو ستونزو له هغې وروسته زور اخستی، چي د کابل او واشنگتن تر منځ امنیتي تړون تر اوسه ندی لاسلیک شوی.

امریکا ویلي ول، چې که امنیتي تړون لاسلیک نشي؛ نو خپلې مرستې به بندې کړي او خپل ټول سرتېري به له افغنستان څخه وباسي؛ خو په کانگرس کې د اوباما وروستیو څرگندونو دا وښوده، چي امریکا له افغنستان سره د اږود مهال لپاره مرستې کوي.

سپینه مانۍ وایي، چي دا مرستې به یوڅای نه ورکول کیږي، بلکې په بېلا بېل ډول به ورکول کیږي.

كارپوه آذرخش حافظي وايي:

اوس باید دې ته تمه وشي، چي د ولسمشر بارک اوباما وړاندې شوې طرحه د کانگرس لخوا تصویب کیږي او که نه.

رمضان جمعه زاده وايي:

بارک اوباما په داسې شرایطو كې له افغانستان سره په خپلو اږود مهالو مرستو ټینگارکوي، چې په دې وروستیو کې د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو په پایله د دواړو هېوادنو تر منځ اړیکي ترینگړې شوې دي.

امریکا تر اوسه په میلیاردونو دالر له افغانستان سره مرسته کړي، چي د یادو مرستو زیاته برخه په نظامي او امنیتي برخو کي لگول شوې او اوس هم د یاډو مرستو دوام د افغانستان لپاره زیات مهم بلل کیږي

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې وړاندې ویلي ول، چي که افغان حکومت امنیتي تړون لاسلیک نکړي؛ نو یاد هېواد به خپلې مالي مرستې او خپل ټول پوځیان به له افغانستان څخه وباسي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!