سیمه ییز خبرونه

د امنيتي سند پر څرنگوالي او طالبانو ته د دفتر د پرانستې په اړه خبرې وشوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې افغان ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره د امنيتي سند او په قطر كې د وسلوالو طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو د څرنگوالي  په اړه له جهادي شخصيتونو سره خبرې وكړې.

په دغو دوه مهمو مسلو كې د هېواد د ملي گټو او د تېرو لس كلنو لاسته راوړنو ساتنه هغه  څه ول، چې جهادي شخصيتونو پرې ټينگار وكړ.

په پام كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى راروانه اوونۍ امريكا ته ولاړ شي.

ولسمشرۍ ماڼې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي۷) يو شمېر جهادي شخصتونه را وغوښتل، چې ولسمشر ته له امريكا سره د امنيتي تړون او په قطر كې وسلوالو طالبانو ته د دفتر د پرانستې په اړه مشوره وركړي.

د ولسي جرگې غړى نصرالله صادقي زاده نيلي وايي:

جهادي شخصتونو په دغه ناسته كې ټينگار وكړ، چې افغان ولسمشر دې له خپل امريكايي سيال سره د امنيتي تړون په اړه د خبرو پرمهال د افغانستان ملي گتو او ملي حاكميت ته جدي پاملرنه وكړي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له دې وړاندې په قطر كې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو په موخه يو جوكاټ جوړ كړى دى .

دغې شورا تېره اوونۍ يوه طرحه اعلان كړه، چې له مخې به يې په قطر كې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ يوړل شي.

د ولسي جرگې غړى محمد اكبري وايي:

افغان ولسمشر هم په قطر كې د وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه له جهادي شخصيتونو سره بحث وكړ .

د ۲۰۱۴ م كال پاى په افغانستان كې د بهرنيانو د پوځي ماموريت ورستۍ نېټه ده، افغان او لويديځ لوړ پوړې چارواكي هڅه كوي، چې د يو لړ تگلارو په جوړولو  له هغو ستونزو سره مبارزه وكړي، چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به افغان دولت ور سره مخ وي او امريكا ته د افغان ولسمشر سفر هم په همدې موخه تر سره كيږي.

Trending

Exit mobile version