تازه خبرونه

د انجوګانو ښځینه کارکوونکې دې د ګټې وټې پر بدیلو لارو فکر وکړي- مجاهد

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په انجوګانو کې د ښځو د کار له ځنډولو وروسته ویلي، چې ښځې کولی شي د ګټې وټې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: کله، چې شرعي حکم پلی شي؛ طبیعي ده، چې یو شمېر خلکو ته به زیان رسیږي او دوی باید پر بدیلو لارو فکر وکړي.

هغه زیاته کړې: ټول خلک پدې ډول ډوډۍ نه خوري. ډېري خلک نورې لارې لري. سربېره پردې اړینه ده، چې ډوډۍ پر داسې لارو وموندل شي، چې له شریعت سره سمې وي.

ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې: که څوک ووایي، چې پر سړک دریږم او خپلو اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره غلا کوم او که غلا حرامه شي؛ زما اولادونه به وږي وي. آیا کولی شو؛ اجازه ورکړو، چې غلا وکړي؟

نوموړي زیاته کړې؛ دا، چې انجوګانې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې ندي او بهرني اتباع هلته کار کوي؛ نو ښځو ته خطر زیات دی.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ اوس هم ښځې په هغو سکتورونو کې کار کوي، چې اسلامي اصول مني او د اسلامي امارت تر واک لاندې دي او د ښځو کار کولوته په کې اړتیا وي؛ ښځې به پر کارونو اخته وي.

په انجوګانو کې د ښځو د کار ځنډول د نړیوالو ټولنو او د نړۍ د هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې تازه ویلي، چې په انجوګانو کې د ښځو پر کار بندیز نه یوازې ښځې له خپلو اساسي حقونو او روزګاره بې برخې کوي، بلکې ترې د ټولنو د ملاتړ مخه هم نیسي. د دوی په وینا، دا وروستۍ پرېکړه په بشپړه توګه له ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول دي.

له بلې خوا په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا تامس ګرینفیلد هم په انجوګانو کې د ښځو د کار بندولو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه د حکومتي مقاماتو له مکلفیتونو څخه سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه پرېکړه لیک په دغه هېواد کې اړمنو ته د مرستې رسولو پر هڅو منفي اغېز کوي.

Trending

Exit mobile version