تازه خبرونه

د اوبلن ګاز په بیو کې لوړوالي د خلکو اندېښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد په بازارو نو کي د نفتي توکو قیمتونه د تېر په پرتله لوړشوي، چې د خلکو اندېښنې  يي راپارولې دي.

د افغانستان د نفتی تو کو سراسري ټولنه وايي، د حکومت دوه مخی سیاست د دې لامل شوی، چې سوداګر د تېلو په وارداتو کې کمښت راولي.

د نفتی توکو ټولنی رییس آذرخش حافظي وایي، چي یو شمېر ادارې د خپلو شخصي ګټو په خاطر سوداګرو ته اجازه نه ورکوي، چې اتیا تیل وارد کړي.

دوی وايي، چې باید دوه نوي تیل وارد کړي نو له همدي امله سوداګر اوس تیل نه راوړي. دوي د ګازو د بیو د لوړیدو لامل په ترکمنستان کي د ګازو د ذخیرو رغول بولي.

ترکمنستان په تېر کې هره ورځ افغانستان ته اووه سوه ټنه ګاز  ورکول، چي اوس يي د خپلو ګازو زخیرو د بیارغاوني لړۍ پیل کړې او دغه کچه د ورځې څلور سوه ټنو ته راټيټه شوې؛ نو، ځکه يي په قیمتونو اغېز کړی؛ خو هڅه کوو، چې داستونزه حل شي.

آذرخش حافظي زیاتوي، موږ به د بیو پر څارلو غور وکړو.

د افغانستان د نفتی توکو سراسري ټولنه وايي، په افغانستان کې د نفتي توکو په برخه کې څه باندې درې نیم میلیارد دالره پانګونه شوې؛ خو په وینا یې دولتي مامورینو ورته ګڼې ستونزې جوړې کړي او په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version