تازه خبرونه

د اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

Published

on

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې له یوې خوا له ګاونډ هېوادونو څخه د میلیونو کډوالو بېرته راستنېدا او له بلې خوا د اوبو د کمښت او د کابل وچېدا له ګواښ سره مخ کړی؛ نړیوال بنسټونو یې «ناورین» بولي او خبرداری ورکوي، چې له بېړنیو هڅو پرته به ورسره بشري، اقتصادي او امنیتي منفي اغېزې نورې هم پراخې شي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د روان ژمي پر مهال په ځانګړي توګه د هندوکش په غرونو کې د باران او واورې بې‌ساري کمښت د کابل او د افغانستان د نورو ښارونو د اوبو د سرچینو د راتلونکي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په آسیا کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مسوول ارشاد ملک کابل ته له وروستي سفر وروسته ویلي، چې د سږنۍ واورې کچه «د پخوانیو کلونو پر پرتله ډېره کمه» ده او دا حالت د ځمکنیو اوبو زېرمو ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

د ارزونو له مخې؛ په تېرو لس کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه له ۲۵ تر ۳۰ مټرو پورې ټیټه شوې او نږدې نیمایي څاه‌ګانې وچې شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله او مالګینو توکو د ککړتیا له کبله د څښلو لپاره روغتیایي ندي. دا مهال ډېرې کورنۍ اړ دي، چې د خپل میاشتني عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو د اخیستو لپاره ولګوي.

د اقلیمي بدلونونو له پراخېدا سره هم‌مهاله افغانستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۵ میلیون کډوالو د بېرته ستنېدا شاهد دی. دې شمېر د هېواد نفوس له ۱۰ سلنې څخه ډېر کړی او د اوبو پر محدودو بنسټیزو سرچینو یې بې‌ساری فشار راوستی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

«مرسي کورپس» بنسټ خبرداری ورکړی: په هغو سیمو کې، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو کوربه دي؛ درې ‌پر‌ څلور کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی «سخت یا ډېر سخت» بولي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر د خلکو سیمه‌ییزې شخړې او نښتې زیاتې شوي او دا مهال شاوخوا ۴۰ سلنه شخړې په افغانستان کې د اوبو له موضوع سره تړاو لري.

جنوبي ولایتونه په ځانګړي توګه کندهار پرله‌پسې وچکالیو ځپلی او بزګران یې اړ کړي، چې خپلې کروندې پرېږدي. یو له دې بزګرو وايي: «هغه ځای، چې یو وخت شین او آباد و؛ نن پر دښته بدل شوی دی. وچکالي یو غلی قاتل دی، چې هر څه له منځه وړي.»

په همدې حال کې د نړیوالو بشري مرستو سخت کمښت هم دا بحران ژور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته بشري مرستې د تېر کال پر پرتله ۳۷ سلنه کمې شوې دي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر بنسټونه د اوبو او روغتیا مهمې پروژې ودروي یا محدودې کړي، چې په پایله کې یې سلګونه زره کسان له بنسټیزو مرستو بې‌برخې شوي دي.

سره له دې، چې اسلامي امارت چارواکو کابل ته د شاه‌توت بند او له پنجشېر څخه د اوبو د لېږد پروژو د پلي کېدا ژمنې کړې؛ خو مرستندویه بنسټونه وایي، چې له پراخې پانګونې او د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت پرته دا ژمنې د بحران د پراخېدا ځواب نشي کېدی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې افغانستان سره له ټولو ستونزو د اوبو د کمښت له نوي واقعیت سره د تطابق وړتیا لري؛ خو دا کار د نړیوالې ټولنې جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغوی په باور، د مرستو پرله‌پسې کمښت نه یوازې د بشري حقونو د ښه کېدا سبب نه‌ګرځي، بلکې د میلیونو وګړو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو کړاوونه نور هم زیاتوي.

Trending

Exit mobile version