Connect with us

تازه خبرونه

د اوبو کمښت د هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی – ملابرادر

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان طبیعي زیرمې او د اوبو پراخې سرچینې لري؛ خو په نړۍ کې د اوبو کمښت محسوسیږي.

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي دي، چې د اوبو پرله‌پسې کمښت نه یوازې هېوادونه د دې اړینو زیرمو د کمښت له ستونزې سره مخ کړي، بلکې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې هم منفي اغېز کړی دی.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان طبیعي زیرمې او د اوبو پراخې سرچینې لري؛ خو په نړۍ کې د اوبو کمښت محسوسیږي.

اقتصادي مرستیالۍ د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ملابرادر د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي او تخنیکي سیمینار په وروستۍ ناسته کې ګډون کړی دی.

نوموړي په افغانستان کې د اوبو د زیرمو پر مدیریت ټینګار څرګند کړ او وایي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولو امکاناتو پر کارولو د هېواد د اوبو ښه مدیریت وکړي.

د ملابرادر د څرګندونو له مخې؛ اقليمي بدلون، د اوبو ککړتيا د کچې لوړېدل، د انسانانو د اړتياوو ډېرېدل او لګښت له کبله په اوسنۍ نړۍ کې د اوبو کمښت پوره احساسېږي.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، چې په نړۍ کې د اوبو د کمښت دې ستونزې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.

هغه په داسې حال کې د اوبو د کمښت خبره کوي، چې افغانستان د نړۍ د ډېرو هېوادونو په اند د څښاک اوبو له پوره کمښت سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې ښايي په راتلونکیو څو کلونو (۲۰۳۰) کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

Published

on

 

بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربه‌توب کوي.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سې‌شنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.

ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.

د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه‌لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!