سیمه ییز خبرونه
د اور وژنې ادارې د اور په كنټرول كې ناغېړي كړې ده
د اوروژنې هغه مامورين بايد محكمې ته ور وپېژندل شي، چې د كابل په منډوي كې يې د يوه سراى د اور په كنټرول كې ناغېړي كړې.
د كابل ښار د منډوي په يوه ماركېټ كې له دېرش ساعتونو ډېر اور بل و، خو د اور وژنې مامورين ونه توانېدل، چې اور په بشپړه توگه مړ كړي.
كه څه هم تېره ورځ د اور وژنې ادارې د اور د مړه كېدو خبر وركړ، خو لكه، چې ليدل كېږي اوس هم اور له ايرو ځان ښكاره كوي.
هغه كسان، چې دوكانونه يې سوځېدلي پوليس په نه پاملرنه تورنوي.
له بلې خوا د سوداگرۍ او صنايعو خونه مشر قربان حقجو وايي:
اور وژنې ادارې د اور په كنټرول كې ناغېړي كړې ده.
دوى زياته وي، چې دا كسان بايد محكمې ته ور وپېژندل شي.
خو د كورنيو چارو وزارت د پېښو پر ضد د ادارې رئيس محبوب الله اميري دا ادعاوې ردوي او وايي:
د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو او كابل ښاروالۍ د اور وژنو ادارو د اور د مړه كولو هڅې وكړې.
وېل كېږي، چې په دې اور كې، چې د شنبه په شپه پېل شوى د جامو له ۵۰۰ ډېرې هټۍ وسوځېدلې.
د دې پېښې لامل تر اوسه هم نه دى روښانه شوي.