تازه خبرونه
د اوسپنېپټلۍ ادارې عمومي رییس د ایکو په سیمهییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ
ټاکل شوې، چې عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي او د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو د غړیو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.
د اوسپنېپټلۍ ادارې عمومي ريیس عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي پر مشرۍ د اقتصادي همکاریو ټولنې(ایکو) په سیمهییزه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو.
ټاکل شوې، چې عبدالکریم فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي او د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو د غړیو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.
تمه ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به د ایکو د غړیو هېوادونو ترمنځ د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د ګډو همکاریو، د پانګونې د فرصتونو او د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
ګوټرش په یوناما کې د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز وکړ
ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د دې ټولنې د ۲۰۲۷ز.کال د وړاندیز شوې بودجې په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز کړی دی.
ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د دې ټولنې خپلواک څېړنیز میکانیزم ته ۳.۲ میلیون ډالره اضافي بودجه ځانګړې شي.
دغه میکانیزم په افغانستان کې د ترسره شویو نړیوالو درندو جرمونو په اړه د څېړنو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ز.کال لپاره وړاندیز شوې پروګرامي بودجه ۳.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېږي، چې د ۲۰۲۶ز.کال له تصویب شوې بودجې څخه شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي.
ګوټرش ویلي، دغه بودجه د اصلاحاتو، کاري وړتیا لوړولو، حسابورکونې پیاوړتیا او د ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د سرچینو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو څرګندونه کوي.
تازه خبرونه
د بيبيسي راډیويي خپرونې د پرلهپسې سرغړونو له کبله بندې شوې
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار رییس صفيالله رائد ويلي، په افغانستان کې د بيبيسي راډیويي خپرونې د« پرلهپسې سرغړونو» له کبله بندې شوې دي.
د بيبيسي ویاند هم په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ د راډیويي خپرونو بندېدا تائید کړې او څرګندوي، چې د دې موضوع د حل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.
تازه خبرونه
نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره عملي هڅې وکړي – برهم صالح
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له وروستیو راپدېخوا نږدې اووه میلیون کسان له ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې یو شمېر یې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته ستانه شوي دي.
برهم صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمیټې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې بېرته راستنېدونکي له بېوزلۍ، د خدمتونو له محدودیتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي همدارنګه د افغان نجونو د زدهکړو او د خپلو هیلو د پوره کولو پر حق ټینګار کړی او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي، چې خپلې ژمنې پر عملي اقداماتو بدلې کړي.
هغه ویلي، افغان نجونې د خوبونو او خیالونو غوښتنه نهکوي، بلکې داسې فرصتونه غواړي، چې وکولی شي خپلې هیلې او ارمانونه پوره کړي.
دغه راز افغان کارپوهانو ويلي، بېرته راستنېدونکي د خپل ژوند د بیا پیل لپاره کاري فرصتونو او دوامدار اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دوی پر اند، یوازې لنډمهاله مرستې نهشي کولی د دغو کورنیو ستونزې حل کړي.
د اسلامي امارت چارواکو بېرته راستنېدونکو ته د کار او زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر اړتیا او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی4 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
تازه خبرونه2 days agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
سوداگري2 days agoد افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي
