Connect with us

شننه او څېړنه

د اوکراین پر سر د مسکو او ناټو تر منځ څه روان دي؟

خپور شوی

د

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰)

 د لومړي وزیر د مرستیال ملا برادر د دفتر مشر عبدالله عزام

د روسیې او اوکراین تاریخي تړاو:

 که څه هم شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې ونړېد؛ خو د روس او اوکراین تر منځ، چې کومو کلتوري، ژبني او اهلي اړیکو شتون درلود، د اتحاد نړېدل د هغو د شلېدلو په معنا نه و، بلکې اوس هم په ډېرو مشترکاتو له یو بل سره تړلي دي. د بیلګې په توګه؛ د روسیې له پولې سره د اوکراین اکثره وګړي روسي ژبه وایي او له روسیې سره پراخو اړیکو ته لېوالتیا ښیي. د شوروي اتحاد د نړېدلو پر مهال د یاد اتحاد مشر ګورباچوف د یوې اوکراینۍ مور او روسي پلار زوی دی. نوموړی داسې مور لوی کړی و، چې د روسیې او اوکراین د بېلوالي نه، بلکې د یووالي مفکوره یې لرله. یوازې ګورباچوف نه و، بلکې نور هم داسې بې شمېره روسي چارواکي او عام وګړي شته، چې د روسیې او اوکراین دغه وېش ورته د منلو وړ نه و، چې  یو یې د روسیې اوسنی ولسمشر او د استخباراتو پخوانی آفیسر ولادیمیر پوتین و.

پوتین په ۲۰۰۵م کال کې د شوروي اتحاد نړېدل د شلمې پېړۍ تر ټولو دروند ناورین وباله، په داسې حال کې، چې په همدې پېړۍ کې دوه نړیوالې او یو لړ نورې خونړۍ جګړې وشوې او دا هېوادونه په کې وران او ملیونونه انسانان ووژل شول. د پوتین په وینا « دا د روسانو لپاره په واقعي ډول یوه غمیزه وه، چې له کبله یې لسګونه میلیون هېوادوال د روسیې له حدودو څخه ځانونه د باندې مومي.» د نوموړي په اند د شوروي اتحاد ټول وګړي یو دي.

د اوکراین د اهمیت د څرګندولو په موخه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې د اوکراین او روسیې د تاریخي یووالي په اړه یوه مقاله ولیکله. په یاده مقاله کې پوتین دلیل وایي، چې د اوکراین او روسیې ولسونه یو دي. نوموړی زیاتوي چې «له اوکرایني او روسي ولسونو سره بېلول په حقیقت کې د هغو کړیو هڅه ده چا، چې تل زمونږ د یووالي کمزوري کول غوښتي دي او په دې اړه یې د Divide and rule  له فارمولې څخه کار اخیستی دی.»

د اوکراین اهمیت روسیې ته نه یوازې له دې امله دی، چې د پخواني شوروي اتحاد برخه و او کلتوري اړیکې ورسره لري، بلکې هغه له صنعتي معدنیاتو او طبعي زیرمو څخه یوه ډکه جغرافیه هم ده او اوس پوتین ویني، چې له کلونو راپدیخوا ورو ورو د غرب لمنې ته ښوییږي.

د اوکراین جغرافیوي موقعیت

که څه هم د جغرافیې له پلوه روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هېواد او د اوکراین د مساحت ۲۷ برابره ده؛ خو د اوکراین جغرافیوي موقعیت روسیې او اروپا دواړو ته مهم دی. که اوکراین د اروپا خوا ته میلان کوي، نو دا به د غربي بلاک او ناټو پوځونه د روسیې یوې بلې پولې ته هم راورسوي. او که له روسیې سره متحد کیږي؛ نو د مسکو اثر و رسوخ اروپایي سیمو ته غځوي، چې دا د ناټو لپاره ښه زېری نه دی. له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا څرګند ده، چې اوکراین له اروپا سره خپلې اړیکې ټینګوي او په ۲۰۱۶ کال کې یې په DCFTA د ژورې او هر اړخیزې آزادې سوداګرۍ د سیمې په تړون کې یې ګډون وکړ، چې پر بنسټ یې ټول اوکراین د اروپا مارکیټ ته آزاد لاسرسی او تګ راتګ لري او په دې سره تر ډېره حده اوکرایني وګړي له روسیې څخه مستغني او تعامل یې له اروپایي مارکیټ سره شو. له اوکراین سره د روسیې دوه اړخیزه تجارت په ۲۰۱۱ کال کې ۵۰ میلیارډ ډالر و؛ خو تر ۲۰۱۹ پورې ۱۱ میلیارډ ته راټیټ شو.

 د اوکرایني معضلې مخینه:

 په اصل کې د اوکراین پر سر د روسیې او ناټو ناندرۍ نوې نه، بلکې د کلونو اوږده مخینه لري. د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته اوکراین په ۱۹۹۱ کې آزادي تر لاسه کړه. د شوروي اتحاد د عروج پر مهال یاد اتحاد د اټومي سلاوو زېرمې جوړې کړې، چې لویه برخه یې د اوسني اوکراین په خاوره کې وه. کله، چې شوروي اتحاد ونړېد، دغه وسلې له اوکراین سره پاتې شوې؛ خو اوکراین په ۱۹۹۵ کې یادې سلاوې بیرته روسیې ته په دې شرط وسپارلې، چې مسکو به د اوکراین د ځمکني تمامیت درناوی کوي. په ۲۰۰۰ کال کې روسیې له برېټانیا سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د اوکراین د آزادۍ پخلی یې په کې وکړ او زیاته یې کړه، چې روسیه به د اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد غړیو هېوادونو ته اجازه ورکوي او له هر هېواد یا سازمان سره، چې تړون کول غواړي؛ مسکو به یې مخنیوی نکوي.

په ۲۰۱۴ کال کې دا هر څه هغه مهال له منځه ولاړل کله، چې د روسیې ملاتړ درلودونکي اوکرایني ولسمشر ویکټور یانوکوویچ له انګلستان سره د اتحادي تړون له لاسلیکولو څخه په شا شو. یاد تړون په اقتصادي او سیاسي دواړو مجالاتو کې د اوکراین لپاره ډېره ګټه درلودله؛ خو یانوکوویچ د دې پر ځای د ایروشین اکنامک یونین چې مسکو پر مخ وړل، لور ته میلان وښود. د ولسمشر له دې پرېکړې سره د اوکراین په پلازمېنه کیف کې پراخ لاریونونه پیل شول، چې له کبله یې یانوکوویچ له هېواده تښتي ته اړ شو.

د همدې ناکراریو پر مهال د اوکراین اکثرو وګړیو روسي ژبه خپله مورنۍ ژبه وبلله او له ختیځ ګاونډ سره یې د ټینګو اړیکو څرګندونه وکړه. د ډونتسک او لوهانسک بیلتونپالو په ټولپوښتنه کې د اوکراین د پرېښودلو او د روسیې د اختیارولو په اړه رای واچول شوه او د آزادۍ اعلان یې وکړ، چې دې کار د اوکرایني حکومت او له روسي ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکیو تر منځ جګړو ته لار اواره کړه.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، اوکراین او نورو ډېرو نړیوالو مشرانو د مسکو د هغو ژمنو پر بنسټ، چې د اوکراین د جغرافیوي بشپړتیا او تمامیت په اړه یې کړې وې، دغه ټولپوښتنه رد کړه، خو روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د خلکو د دې اقدام ننګه؛ ځکه وکړه، چې دا د هغوی حق دی او باید ترې سلب نشي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو لاریونونو پر مهال روسیې خپل ځانګړي ځواکونه کرېمیا ټاپو ته، چې جغرافیوي موقعیت یې تور او ازوف سمندرونه سره بېلوي؛ واستول او د روسیې برخه یې وګرځوله. په دې توګه د کیریک تنګي، چې د روسیې او کرېمیا ټاپو د جغرافیې تر منځ موقعیت لري، دواړې خواوې د روسي ځواکونو تر واک لاندې راغلې. له یاد تنګي څخه د مشترکې استفادې په اړه اوکراین او روسیې په ۲۰۰۳ کال کې تړون وکړ؛ خو د نومبر پر ۲۴مه اوکراین له سلاوو بار دوه کښتۍ او یو ټګ د تور سمندر له اودیسا بندر څخه د ازوف سمندر بندر ته واستولې، چې تنګي ته له نږدې کېدلو سره سم روسیې پر دې اساس بیرته وګرځولې، چې د دوی اوبو ته ننوتلي. اوکرایني کښتۍ د تور سمندر آزادو اوبو ته پر لارې وې، چې روسیې خپله کښتۍ د اوکراین له ټګ سره وجنګوله؛ له پاسه پرې جیټ ډزې وکړې او د کښتۍ عمله د روسي چارواکو په لاس اسیره شوه.

د ۲۰۱۴ کال پر فرورۍ  په اوکراین کې د حکومت ضد لاریونونه رامنځته شول. د همدې کال پر سپټمبر په بیلاروس کې د اوربند په اړه د منسک توافق لاسلیک شو؛ خو یاد توافق له لاسلېکېدلو څو ورځې وروسته بیرته مات شو. د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې دغه ستونزه هغه مهال نړیواله شوه کله، چې د ملائیشیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د اوکراین په فضا کې پر نښه شوه او ۲۹۸ کسان په کې ووژل شول. آزادو څېړونکو وروسته اعلان وکړ، چې الوتکه یوه روسي میزائل ویشتلې ده. د ۲۰۱۵ په فروري کې د منسک نوی توافق د اوربند په اړه لاسلیک شو، چې په ترڅ کې یې دواړه لوري اړ ول، چې درندې وسلې له پولو لرې کړي. په ۲۰۱۶ کال کې بیا ناټو په شرقي اروپا کې د روسیې د مخنیوي لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړل. د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د اوکراین پارلمان د ناټو د غړیتوب اراده ښکاره کړه. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ناټو سره د پارټنرشیپ لپاره امنیتي ستراتیژي تأئید کړه. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې روسیې د اوکراین پر بارډر د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول پیل کړل. د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې روسیې، ناټو او OSCE په ژنیو کې د تاوتریخوالې د راکمولو لپاره ډیپلوماتیکې خبرې پیل کړې او ناټو خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر وکړ. د یادو جګړو د مخنیوي په اړه رامنځته شوي دېرش اوربنده تر اوسه ناکام شوي دي.

روسیه د ګازو له پلوه د نړۍ تر ټولو ډېر غني هیواد دی او ثابت شوی ګاز یې ۴۸۹۳۸ میلیارډ مکعب مټره دی. د اروپا درېیمه برخه ګاز روسیه ورکوي او اتیا سلنه یې د اوکراین له خاورې تېریږي، چې له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ګاز هم د ناندریو لامل شوی دی. اوکراین د خپلو کورنیو اړتیاوو لپاره هم د روسیې له دغه ګاز څخه استفاده کوله، چې  د دې کار له کبله یې روسیه او اروپا دواړه ناخوښ ول او روسیې په کراتو ګاز پرې بند کړی دی. آخر، چې روسیه د اوکراین له لوري د ګاز له دې ناقانونه استعمال څخه تنګه شوه؛ نو د ۱۱ میلیارډ ډالرو پر لګښت یې نوې ګازي پروژه پیل کړه، چې ۱۲۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري. دغه پروژه، چې د نورد سټریم ۲ په نامه یادیږي، د بالټیک سمندر له لارې اروپا ته رسیږي او تر سمندر لاندې د نړۍ تر ټولو اوږده پروژه ده. دا به اوکراین په بشپړه توګه له پامه وغورځوي او له کلني ۲ میلیارده ډالره هغه ټرانزیټ څخه به یې محروم کړي، چې روسیه یې ورکوي. اوس که د امریکا له لوري پر روسیې بندیزونه ولګیږي، دا به اروپا ته د ګازو د بندېدلو سبب شي، چې له وړاندې لا د انرژۍ په بحران کې غرقه اروپا به له ډېرو نورو ننګونو سره مخ کړي.

  پوتین څه غواړي؟

یوازې د شوروي اتحاد ماتېدل نه ول، بلکې پوتین له مودې راپدیخوا ویني، چې د شوروي اتحاد پخواني غړي د هغې ناټو له لوري په یاد سازمان کې غړیتوب اخیستلو ته تشویقیږي، چې د شوروي اتحاد د مخنیوي لپاره رامنځته شوی و.

څو میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین پولو ته ځواکونه استول پیل کړل او نړۍ ته یې دا تأثر ورکاوه، چې دوی یوازې پوځي روزنه تر سره کوي؛ خو د پوتین اراده نړۍ ته معلومه وه. د ځواکونو د ځای پر ځای کولو یو لامل دا و، چې که اوکراین د ناټو عضویت خپلوي، روسیه باید پر پوله ځواکونه واچوي، چې د ناټو د ممکنه خطر مخه ونیسي. کله، چې له پوتین څخه د دې تحرکاتو په اړه پوښتنه وشوه؛ نوموړي وویل، چې زه ځینې غوښتنې لرم. دغه غوښتنې The Guardian ورځپاڼې داسې راخیستې دي:

لومړی، ناټو دې د ختیځ خوا ته خپل غځېدل ودروي.

دوه یم، ناټو دې خپل ټول ځواکونه د ختیځي اروپا له هېوادونو څخه وباسي.

درېیم، امریکا به په شرقي اروپا کې خپلو ملګرو هېوادونو ته اټومي سلاوې نه ورکوي. څلورم، د ناټو ختیځو غړیو ته د وسلو ورکول او په دغو هېوادونو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول دې نور بند کړ شي.

پنځم، د ناټو ځواکونه دې بیرته هغو ځایونو ته ستانه کړ شي، چې په ۱۹۹۷ کې میشت ول. په دې سیمه کې د پولینډ، استونیا، لیتوانیا، لیتویا او د بلکان او ختیځي اروپا هېوادونه په کې راځي.

شپږم، پوتین غوښتي، چې غرب دې روس ته د امنیت قانوني ضمانت ورکړي.

د څېړونکیو د څرګندونو له مخې؛ د روسیې دا غوښتنې ډېرې درندې دي. د ناټو غړیو هېوادونو یې هم په ځواب کې وویل؛ مسکو هڅه کوي، چې په سیمه کې بیا اثر و رسوخ ولري او غواړي د ناټو غړیو هېوادونو خودمختاري محدوده کړي.

 جګړه ییزې پرېکړې:

د روسیې او اوکراین په منازعه کې ناټو او اروپایي ټولنه مستقیماً دخیل دي او په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د مسکو او ناټو غږ ډېر لوړ شو. د اروپایي کمیسیون مشرې وویل، چې پدې اړه زمونږ پیغام واضح دی. که روسیه پاروونکي اقدامات وکړي، بیه به یې ورته ډېره درنده تمامه شي. همداراز امریکایي ولسمشر جوبایډن وویل، چې پر اوکراین د حملې په صورت کې به پر پوتین بندیزونه ولګوي. د امریکا خارجه وزیر وویل که روسیه پر اوکراین حمله وکړي؛ نو سخت بندیزونه به پرې وضع کړو، چې اغېز به یې تر اوږدې مودې پورې پاتې وي. د لفظي ناندریو تر څنګ، چې له دواړو لوریو د جګړې په اړه کومې پرېکړې کیږي، هېښوونکي دي. لکه روسیې، چې له اوکراین سره پر پوله د بېړنیو حالاتو لپاره روغتونونه جوړ کړي دي؛ روسیې له اوکرایني سرحداتو سره د سکندر په نامه نږدې هدف ویشتونکي بالستیک میزایلونه، راکټ ویشتونکي سستمونه، ټانګونه او نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. په مقابل کې ناټو، چې دېرش غړي لري او کلنۍ بودجه یې ۱.۵۶ ميلیارډ ډالر دي؛ هم په ورته غبرګون ښکاره کړی او استونیا د جاولین په نامه د ټانګونو ضد میزایلونه او لیتویا او لیتوانیا د هوایي ځواک ضد سټینګر میزایلونه په اوکراین کې ځای پر ځای کړي دي. همداراز کیف د کشف لپاره ترکۍ بیرقدار ډرون هم استعمالوي. په تېرو څو ورځو کې د امریکا له لوري د ۲۰۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت هغه پوځي توکي هم اوکراین ته ورسېدل، چې بایډن په ډسمبر کې منظور کړي وه،  چې دا هر څه له ځان سره د یوې نږدې پېښېدونکې جګړې لپاره د چمتووالي پیغام لري.

د جګړه ییزو تیاریو تر څنګ د قضیې د ډیپلوماتیک حل په موخه له ښکېلو اړخونو سره په اروپایي هېوادونو کې د روسي چارواکو ناستې هم روانې وې؛ خو دا، چې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېده او په مسلسل ډول ناکامېدلې؛ نو روسیې په خپله خوا کې پر اوکرایني پوله نور ځواکونه هم واچول، چې اوس یې شمېر سل زره ته رسېدلی دی. 

 که روسیه پر اوکراین حمله وکړي، پایله به یې څه وي؟

 د روسیې پوځ یو د نړۍ له سترو پېنځه پوځونو څخه شمېرل کیږي او په ۲۰۲۰ کال کې کرملین پر پوځ ۶۱.۷ میلیارډ ډالر ولګول، چې دا د حکومت د ټولو لګښتونو ۱۱.۶ سلنه جوړوي او اوکراین یوازې ۵.۹ میلیارډ پرې لګولي، چې د حکومت د ټولو لګښتونو ۸.۸ سلنه کیږي. روسیه د دفاع لپاره ۴۲ میلیارډ ډالره بودجه لري او فعال او منتظر پوځ یې ۳.۵ میلیونه دی. دیارلس زره ټانګونه لري، چې دغه شمېر ټانګونه د نړۍ بل هیڅ هېواد نلري. اوویشت زره زغروال پوځي موټرونه او ۶۲۵۷ نیوکس لري، چې له الوتکو، اوبتلنونو او میزایلونو څخه توغول کېدلی شي. که روسیه حمله کوي، ښایي د هوا له لوري وي، چې لوی پلونه، د برښنا سټېشنونه، د اورګاډو خطونه او نور هغه ځایونه به پر نښه کړي، چې اقتصاد ته ضربه رسوي او د یو نظام چارې سره ګډې وډې کوي. د غبرګون په توګه به ښایي د ناټو له لوري پر مسکو درانده اقتصادي بندیزونه وضع شي. همداسې هغه مهال وشول کله، چې مسکو کریمیا ټاپو د روسیې برخه وګرځوله؛ نو دغو بندیزونو پر روسي اقتصاد اغېز هم درلود. د فنلېنډ یوه پوهنتون د یادو بندیزونو د اغېز له ارزولو وروسته راپور خپور کړ، چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د روسیې اتیا سلنه شرکتونه، چې دوی یې ارزونه کړې وه، زیانمن  شوي دي. روسیه او اوکراین دواړه په پراخه پېمانه غنم او حبوبات صادروي. که جګړه ونښلي؛ نو د روسیې او اوکراین په صادراتو کې خلل رامنځته کولی شي. د بندیزونو په صورت کې به د خوراکي توکو پر بیو هم ژور اغېز ولویږي؛ ځکه، چې واردوونکي هېوادونه د ناقرارۍ په صورت کې په متبادل ځای پسې ګوري؛ خو غالب ګمان دادی، چې د نویو بندیزونو اختارونه به د کرملین په موقف کې چندانې بدلون رانه ولي.

 که بندیزونه وارد شي، مسکو به هم بې تفاوته پاتې نشي او د پخواني شوروي اتحاد د غړیو هېوادونو سازمان، چې د ډله ییز امنیتی تړون سازمان یادیږي او کیوبا یې هم غړیتوب لري، له اثر و رسوخ څخه به کار واخلي. د جګړې د رامنځته کېدلو په صورت کې مسکو له کیوبا څخه په آسانۍ لوی امریکایي اهداف په نښه کولی شي.

 آیا پوتین به پر اوکراین حمله وکړي؟

 په قاطعیت سره نشي ویل کېدلی، چې داسې به پیښ شي او کنه؛ ځکه، چې حتی ناټو خپله د جګړې د رامنځته کېدلو او نه رامنځته کېدلو په اړه یوه خوله نده. مثلاً امریکا او د ناټو ځینې نور غړي وایي؛ روسیه ښایي ډېر ژر پر اوکراین حمله وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د روسیې حمله ډېره نږدې ده؛ ښایي د ژمني اولمپیک د لوبو پر مهال یې وکړي؛ خو د بریټانیا دفاع وزیر بیا وایي؛ چې له مونږ سره قوي دلایل شته، چې روسیه به پر اوکراین حمله ونکړي.

په عین حال کې، چې د غربي بلاک او ناټو له لوري خپلو خلکو ته له اوکراین څخه په بېړني توګه د وتلو کوم حکمونه کیږي، نه یوازې د لرې جګړې، بلکې د یوې نږدې جګړې پیغام ورکوي. لکه؛ ناروې خپلو وګړیو ته امر کړی، چې له اوکراین څخه ووځي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د جمعې پر ورځ رسنیو ته وویل؛ هر څومره، چې  ژر شوني وي؛ امریکایي وګړي دې له اوکراین څخه ووځي؛ ځکه مونږ هیڅ نه پوهیږو، چې په راتلونکي کې څه کېدونکي دي. برتټانیا او امریکا خپل نظامي سلاکاران له اوکراین څخه وغوښتل او په اوکراین کې امریکایي سفارت خپلو کار کوونکیو ته امر کړی، چې ووځي. واشنګټن او ملګرو یې خبرداری ورکړی، چې روسیه ښایي په هره شېبه کې برید وکړي. اسرائیل؛ خو تر دې حده ګومان کوي، چې مسکو به د چارشنبې پر ورځ پر اوکراین برید وکړي.

غرب له یوه لوري د اوکراین ملاتړ کوي؛ خو له بل لوري یې په دغسې اعلانونو او د بېړنۍ وتنې له کبله اوکرایني وګړي له سختې وارختایۍ سره مخ کړي دي. تر دې حده، چې کیف خپلو خلکو ته د ډاډ ورکولو لپاره اعلامیې خپرولو ته اړ شو. اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له کریمیا ټاپو سره څېرمه خپلو ځواکونو ته وویل، چې اوسمهال د خلکو تر ټولو لوی دښمن وارختا شوی دی.

داسې ښکاري، چې په ورته اعلان کولو ناټو لوبه کول غواړي او کرملین اقدام کولو ته پاروي؛ ځکه، چې نه وضعیت دومره بېړنی دی او نه هم د مسکو ارادې د داسې بېړني برید ښکارندویي کوي؛ خو دا، چې په جګړه کې د روسیې سراسر تاوان دی او هیڅ ګټه یې په کې نده نغښتې؛ ناټو هڅه کوي، چې په دې تاوان یې واړوي؛ ځکه ورته د روسیې له لوري غبرګون وښودل شو او تل پر ډیپلوماتیک حل ټینګار کوي. پوتین د یوې نږدې جګړې خبرې په کلکه رد کړې او هغه یې «پاروونکې ګنګوسې» وبلل، چې د نوموړي په وینا «د مسکو او د شوروي اتحاد له پخواني غړيو سره د جګړې لامل کېدلی شي.»

 که څه هم روسیه قوي پوځ لري؛ خو اوکراین هم ځواکمن هېواد دی او مستقیما په هر مجال کې د غرب ملاتړ لري. جګړه به روسیې ته ډېره درنده بیه ولري؛ ځکه، چې دا به یوازې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه نه، بلکې له ټول غربي بلاک او ناټو سره به د روسیې جنګ وي. لکه څنګه، چې امریکایي ولسمشر جوبایډن په خپله وینا کې ویلي، که د مسکو او واشنګټن تر منځ جګړه ونښلي؛ نو دا به نړیواله جګړه وي. بل دا چې ناټو د شوروي اتحاد د مهارولو لپاره د سړې جګړې پر مهال رامنځته شوه او د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته ناټو داسې کوم مشترک هدف ندی درلودلی، چې یاد سازمان دې پرې راټول شي؛  پرته له خیالي او مصنوعي War on terror څخه. که روسیه پر اوکراین برید وکړي؛ نو دا به ناټو ته د بیا یو ځای کېدلو او قوي کېدلو عامل برابر کړي او د روسیې خلاف به په پوره قوت سره ودریږي، چې دا د پوتین لپاره ښه زیری نلري او پوتین هم دا شی احساسوي. له داسې سیناریو څخه به یوازې غرب ګټه پورته کوي، چې د همدې لپاره د نږدې جګړې د پېښېدو خبرداری ورکوي.

بل دلیل، چې جګړه ښایي په نږدې راتلونکي کې ونشي؛ دادی، چې روسۍ میډیا پر اوکراین د برید یا جګړې لپاره د روسي ولس پر ذهن جوړونه او پدې اړه پر تبلیغاتو کار نکوي. په داسې حال کې، چې کله روسیې په ۲۰۱۴م کال کې پر کریمیا ټاپو برید وکړ؛ نو له هغه وړاندې یې پر حکومتي کچه د دې جګړې لپاره پرېمانه تبلیغات کول، چې ګواکي دا یوه مشروع جګړه ده. همدا لامل و، چې کله روسیې پر کرېمیا ټاپو یرغل وکړ، نو د روسي ولس لپاره دا هیڅ د تعجب خبره نه وه، بلکې یو ډېر عادي کار ورته ښکاره شو.

که څه هم د پوتین له لوري غربي بلاک ته متعدد شرطونه وړاندې شوي دي؛ خو زما په اند په مجموع کې د روسیې بنسټیز هدف په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب او د شرق لور ته د ناټو د غځېدلو مخنیوی کول دي، نو په همدې توګه «په مرګ یې ونیسه، په تبه یې راضي کړه» له فارمولې کار اخلي. کله، چې شوروي اتحاد د ټوټه کېدو په حال و؛ نو د ناټو او شوروي اتحاد یا د هغه وخت روسي مشرانو تر منځ توافق وشو، چې روسیه به شرقي جرمني پرېږدي؛ خو په مقابل کې به یې ناټو یوه لوېشت هم د شرق خوا ته نه غځیږي. اوس، چې اوکراین د ناټو د غړیتوب هڅه کوي او ناټو یې هم هرکلی کوي؛ دا کار مسکو ته د منلو ندی، ځکه که اوکراین د ناټو غړیتوب ولري د ناټو پوځ، وسایل او حربي آلات به د روسیې دروازو ته ورسیږي، چې دا په جغرافیایي لحاظ د روسیې لپاره د خطر زنګ دی. اوکراین، چې د روسیې په اند د ناټو او روسیې تر منځ سره کرښه ده، روسیه به کله هم اجازه ورنکړي، چې د ناټو غړی شي. تیاریانې درندې کوي؛ خو روسیه د جګړې اراده نلري او نه یې هم په جګړه کې کومه سیاسي یا بله ګټه نغښتې ده، ځکه تل د ډیپلوماټیکو هڅو وړاندیز کوي او د روسیې له لوري د برید امکانات ردوي. یوازینی هدف یې له اوکراین څخه د ناټو لرې ساتل او پر هغو ژمنو ټینګول دي، چې د شرق خوا ته د نه غځېدلو په اړه یې کړې دي. د روسیې له لوري پر اوکراین د برید امکانات کم دي. البته که اوکراین د ناټو غیږې ته ځي، ښایي پوځي ټکر به لرې نه وي.

شننه او څېړنه

شننه او څېړنه: د افغانستان د سولې په بهیر کې د پخلاینې عالی شورا ګټورتوب

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۳۹۹)

Continue Reading

شننه او څېړنه

شننه او څېړنه : د پخلاینې عالی شورا

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۳۹۹)

Continue Reading

شننه او څېړنه

شننه او څېړنه: د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند او پاکستان هڅې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۳۹۹)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!