سیمه ییز خبرونه
د ایراني رهبر علي خامنهیي ۳۶ کلن پېر د ده له وژلکېدا سره پای ته ورسېد
خامنهیي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.
د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د ایران ستر رهبر علي خامنهیي په تهران کې د هغه پر مرکزي دفتر د اسرائیلو او امریکا له هوايي بریدونو وروسته د ۸۶ کلونو پر عمر ووژل شو.
خامنهیي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.
هغه، چې په پیل کې د یوه ټیټ نفوذ لرونکي شخصیت په توګه ستایل شوی و؛ ورو – ورو یې خپل دریځ پیاوړی کړ او پر امنیتي او نظامي جوړښتونو په ځانګړي توګه د سپاه پاسداران د ځواک په جوړښت کې یې پراخ نفوذ ترلاسه کړ. د هغه د مشرتابه پرمهال ایران خپل سیمهییز رول پراخ کړ او د عراق، سوریې، لبنان او یمن له حکومت پلوه ډلو یې ملاتړ وکړ، چې د دې تګلارې له کبله د منتقدینو له لوري پر نړیواله کچه تهران نور هم منزوي شو.
خامنهیي تل د ایران اټومي پروګرام سولهییز بللی او د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول هڅه یې رد کړې ده؛ خو په دې وروستیو کلونو کې له لویدیځ سره، په ځانګړي توګه له امریکا سره تاوتریخوالی زیات شو او د اټومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پر ځلونو ځنډېدلې دي.
پر کورني کچه د هغه رهبري د پراخو لاریونونو سره مخ شوې؛ په ځانګړي توګه په ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کې، چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د ایراني مشر وژنه په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې سیمه له بې ساري تاوتریخوالي سره مخ ده او د ایران سیاسي راتلونکی هم په ناڅرګند حالت کې دی.