Connect with us

تازه خبرونه

د ایران د کرمان چاودنې د داعش د خراسان څانګې کار و- د امریکا استخبارات

خپور شوی

د

رویټرز خبري سرچینې د امریکا د استخباراتي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د ایران په کرمان ښار کې چاودنې د داعش د خراسان څانګې له لوري ترسره شوې دي.

یادې سرچینې د جمعې پر ورځ رویټرز ته څرګنده کړې؛ له اړیکو څخه ترلاسه شوې څرګندونې ښیي، چې دا برید د داعش خراسان څانګې ترسره کړی دی.

د ایران په کرمان ښار کې د تېرې چارشنبې چاودنې د ۱۹۷۹ ز. کال له اسلامي انقلاب راپدیخوا په ایران کې د خپلې بڼې تر ټولو خونړي بریدونه ول.

داعش د پنجشنبې پر ورځې د دغو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته او څرګندوي، چې دا یې د خپلو دوه ځانمرګو بریدګرو له لوري د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د پخواني قومندان قاسم سلیماني په یاد په جوړو شویو مراسمو کې ترسره کړي دي.

داعش دا نه‌دي ویلي، چې دا برید د خراسان څانګې تر سره کړی دی.

د امریکا یوې استخباراتي سرچینې رویټرز خبري سرچینې ته ویلي؛ امریکا راڼه معلومات لري، چې دا بریدونه د داعش خراسان څانګې کړې دي.

د ایران حکومت د جمعې پر ورځ څرګنده کړې: په دغو بریدونو کې، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ یوولس کسان نیولي او له هغوی څخه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

له دې مخکې د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په ایکس پاڼه کې ادعا کړې وه، چې دا برید د امریکا او اسرائیل کار دی او ترهګر یې لاسپوڅي دي.

دا مراسم د سپای پاسداران د قومندان قاسم سلیماني په یاد نمانځل کېدل، چې په ۲۰۲۰ کې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا ووژل شو.

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!