سیمه ییز خبرونه
د ایران له یورانیمو سره د پیشو او موږک لوبه روانه ده
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بمبارډ په ایران کې د ملګرو ملتونو څارونکو لپاره یوه لویه معما رامنځته کړې؛ دوی څنګه کولی شي ووایي، چې د ایران غني شوي یورانیم تر کنډوالو لاندې ښخ شوي یا لېږدول شوي دي؟
د اټومي انرژۍ نړیواله ټولنه د ایران د غني کولو پروګرام او زیرمو څارنه کوي؛ خو د رویټرز شنونکي ویلي، چې اوس د امریکا او اسرائیلو لخوا پر اټومي تاسیساتو بریدونو او پدې سازمان د ایران د باور له لاسه ورکولو وروسته د لویدیځوالو لپاره به ستونزمنه وي، چې د ایران د یورانیمو د زیرمو موقعیت تائید کړي.
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بمبارډ په ایران کې د ملګرو ملتونو څارونکو لپاره یوه لویه معما رامنځته کړې؛ دوی څنګه کولی شي ووایي، چې د ایران غني شوي یورانیم تر کنډوالو لاندې ښخ شوي یا لېږدول شوي دي؟
د ایران پر درې لویو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه، چې دا تاسیسات پر سنګر ماتوونکو بمونو بشپړ ویجاړ شوي دي. دا ادعا نه یوازې د ایراني چارواکو لخوا، بلکې د ډېری بهرنیو رسنیو لخوا هم رد شوې ده.
د اټومي انرژۍ نړیواله ټولنه، چې د تهران د اټومي پروګرام څارنه کوي؛ دا هم ومنله، چې دا روښانه نده، چې فردو ته څومره زیان رسېدلی دی.
فردو هغه تاسیسات دي، چې تر غره لاندې جوړ شوي او د ایران غني شوي یورانیمو د تولید لپاره کارول کیږي.
د د اټومي انرژۍ نړیوالې ټولنې عمومي رییس رافائل ګروسي ویلي؛ ډېر احتمال لري، چې په فورډو کې د غني کولو سنټرفیوجونه زیانمن شوي وي، خو معلومه نده، چې د ایران نهه ټنه غني شوي یورانیم، د ۴۰۰ کیلوګرامه غني شويو یورانیمو ۶۰ سلنه یورانیم شامل دي؛ ویجاړ شوي دي که نه. لویدیځ حکومتونه پر بې صبرۍ هڅه کوي معلومه کړي، چې یورانیم له څه برخلیک سره مخ شوي.
داسې نښې نښانې شته، چې ایران به اړوند توکي لېږدولي وي.
رافائل ګروسي ویلي، چې ایران د جون پر دیارلسمه د اسرائیلو د بریدونو پر لومړۍ ورځ، هغه ته خبر ورکړ، چې د خپلو اټومي تاسیساتو او موادو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کوي. یو لویدیځ ډیپلومات، چې د نوم نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې ویلي، چې په فردو کې ډېری غني شوي یورانیم احتمالاً له بریدونو څخه څو ورځې مخکې لېږدول شوي وه. “تقریباً داسې، چې برید یې شونی ګاڼه.”
ځینو کارپوهانو ویلي، چې له برید څخه دمخه فردو ته نږدې د سپوږمکۍ په انځورونو کې لیدل شوي د موټرو یوه لیکه د لاریو په ګډونلیدل کیږي، چې غني شوي یورانیم بل ځای ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیکزټ د پنجشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه له هیڅ ډول معلوماتو څخه خبر نه و، چې یورانیم لېږدول شوی وي.
ټرمپ دا رد کړې او په یوه مرکه کې، چې د یکشنبې پر ورځ په فاکس نیوز کې خپره شوې؛ هغه ویلي، چې ایرانیانو “هیڅ شی ندی لېږدولی.”
“دا ډېر خطرناکه کار دی. ډېر دروند دی. ډېر، ډېر دروند دی. مونږ ډېر خبر ندی ورکړی؛ ځکه دوی نه پوهېدل، چې مونږ راځو.” سپینې ماڼۍ د تبصرې لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.
د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د عامه څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
یو بل لویدیځ ډیپلومات د پخوانیو شخړو اوږده نوملړ ته پر پاملرنه د یورانیمو د زیرمو د وضعیت معاینه کول به یوه لویه ننګونه وي. هغه وایي: “دا به د پیشو او موږک لوبه وي.”
د اسرائیلو د ۱۲ ورځني پوځي یرغل څخه مخکې، IAEA د ایران د غني کولو ځایونو ته منظم لاسرسی درلود او د ساعت په شاوخوا کې یې څارنه کوله. ایران هم د اټومي انرژۍ د نه خپریدو تړون سره سم عمل کاوه. خو اوس دا یوه بله کیسه ده.
ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ د ځنډولو ګواښ کړی دی.
اسلامي مشورتي شورا د چارشنبې پر ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ د ځنډولو لپاره رای ورکړه.
تهران ټینګار کوي، چې په دې میاشت کې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د ۳۵ غړو د بورډ لخوا تصویب شوی پرېکړه لیک، چې ایران یې د اټومي وسلو د نه خپرېدو له ژمنو څخه د سرغړونې پر تور تورن کړی، چې د اسرائیلو لخوا پر ایران د بریدونو لپاره سیاسي پلمه برابروي.
ایران په وار وار ټینګار کړی، چې د اټومي بم جوړولو هیڅ پلان نلري. حتا د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو رییس ویلي؛ هیڅ شواهد شتون نلري، چې تهران د اټومي بم جوړولو هڅه کوي. دا ادعا، چې ټرمپ په عامه توګه د بریدونو دمخه رد کړې وه.
