سیمه ییز خبرونه

د ایران پارلمان له روسیې سره سټراټیژیک تړون تصویب کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووه‌لسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.

Published

on

د ایران پارلمان نن (چارشنبه) د تهران او مسکو ترمنځ  ۲۰ کلن سټراټیژیک تړون تصویب کړ، چې نه یوازې د دوه اړخیزو اړیکو ژوروالی ښیي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې دفاعي همکاري هم پر ګوته کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پراووه‌لسمه دا سټراټیژیک تړون سند لاسلیک کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې مقننه قوې په اپریل کې دا تړون تصویب کړ. که څه هم په دې تړون کې د متقابلې دفاع ماده نشته؛ خو دا شرط لري، چې دواړه هېوادونه د ګډو پوځي ګواښونو پر وړاندې همکاري کولی، پوځي- تخنیکي همکاري پراخولی او په ګډو پوځي روزنو کې برخه اخیستلی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راپدېخوا ایران او روسیې خپلې پوځي اړیکې پیاوړې کړې دي.

لویدیځو هېوادونو ایران تورن کړی، چې د روسیې لخوا پر اوکراین د بریدونو لپاره توغندي او ډرونونه چمتو کوي؛ خو تهران دا تورونه رد کړي او څرګندوي، چې روسیې ته یې په اوکراین کې د کارولو لپاره وسلې ندي ورکړي.

په دې سټراتیژیک تړون کې د دواړو هېوادونو ملي او مالي محصولاتو د ترویج له لارې د بانکي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ته لار اواروي.

تېره اوونۍ هم د روسیې پر مشرۍ د ایران او یوریشیا اقتصادي ټولنې ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون نافذ شو؛ ورسره تعرفې کمې او سوداګري زیاته شوه، چې موخه ترې د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مبارزه ده.

Trending

Exit mobile version