سیمه ییز خبرونه

د ایران په کرمان ښار کې دوه چاودنو ۲۷۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۲)

د ایران د بېړنیو حالاتو ادارې چارواکو ویلي، چې د ایران په کرمان ښار کې له دوه خونړیو چاودنو وروسته لږ تر لږه ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

دا چاودنې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په پرورځ رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنې د قاسم سلیماني د قبر د ګلزار شهداي کرمان پر لار شوې دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د کرمان روغتونونو د سرچینو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې په دغو دوه چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳ کسانو او د زخمیانو شمېر ۱۷۱ تنو ته رسېدلی دی.

دې سرچینې زیاته کړې، چې ښايي د ځاني زیانونو شمېر نور هم ډېر شي.

قاسم سلیماني د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د مرغومي پر ۱۳ د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د دغې چاودنې د بڼې په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کیږي؛ خو تر اوسه د دغو چاودنو بڼه  په ډاګه شوی نه‌ده.

له پېښې څو دقیقې وروسته د کرمان ښاروال دغه پېښه د ګازو د ډبو د چاودنې له کبله وګڼله.

دغه راز په ولسي جرګه کې د رفسنجان استازي حسین جلالي د کرمان چاودنه ځانمرګي وبلله.

د کرمان په شهدای ګلزار کې د خځلځي یا دوه موټرو د چاودنې په اړه روایتونه هم خپاره شوي دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي: د کرمان د شهیدانو د ګلزار په دروازه کې دوه بکسې بمونه موجود ول، چې د دغې پېښې عامل یا عاملانو پر ریموټ دغه بمونه چاولي دي.

د ایران د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند بابک یکتاپرست ویلي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او شونې ده، چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

Trending

Exit mobile version