تازه خبرونه
د ا.ا.ا د کابینې یو شمېر نور وزیران او مرستیالان هم اعلام شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د کابینې یو شمېر پاتې وزارتونو او مرستیالۍ ته د نويو څانګوالو د ټاکنې نوملړ وړاندې کړ.
مجاهد نن (سې شنبه د وږي ۳۰ / د سپتمبر ۲۱) څرګنده کړې؛ د کابینې مشرتابه پرېکړه کړې، چې د وزارتونو چارواکي به د خدماتو وړاندې کولو لپاره سمدستي خپل فعالیتونه پیل کړي او له همدې کبله د د هغوی د لوړې مراسم لغوه شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د تخصص معیار به د نورو ادارو لپاره هم په پام کې ونیول شي.
د اسلامي امارت د کابینې د نویو غړیو نوملړ په لاندې ډول دی:
– د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هېواد ملي سوداګر حاجی نورالدین عزیزي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست په توګه.
– د بغلان ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد بشیر د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په توګه.
-د سرپل ولایت اوسیدونکی ملي سوداګر حاجی محمد عظیم سلطان زاده د سوداګرۍ وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
– ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه.
– ډاکټر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه.
– داکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د دوه یم مرستیال په توګه
– صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
– ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه.
– انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک ملي کمېټي د سرپرست په توګه.
– انجنیرمجیب الرحمن عمر د برښنا او انرژي وزارت د مرستیال په توګه.
– حاجی غلام غوث د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په توګه.
– ډاکټتر محمد فقیر د مرکزي احصائې د ادارې د سرپرست په توګه.
– ګل زرین کوچی د سرحدونو وزارت د دوه یم مرستیال په توګه.
– قومندان ارسلا خروټی د کډوالو چارو وزارت د مرستیال په توګه.
– دوکټور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه.
– انجنیر نجیب الله د اټومي انرژۍ د مشر په توګه.
– حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.
د اقتصادي ستونزو په اړه مجاهد څرګنده کړې؛ مونږ له ټولو ډیپلوماټیکو لارو هڅه کړې، چې کنګل شوي اسعار او زیرمې مو خپلې شي.
د ښځو د کار او زد کړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مجاهد ویلي، چې د نجونو د متوسطه ښوونځیو د بیا پرانستلو او دغه راز د ښځو د کار غوښتنو ته پر لاسرسی کار روان دی.
له بلې خوا په هېواد کې د رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنو ته داسې ځواب ورکوي: رسنۍ د افغان ټولنې یوه مهمه برخه ده او دوی د رسنیو د ستونزو د پوره حل په لټه کې دي.
هغه زیاته کړې: په ولایتونو کې ننګونې شته او د حل لپاره یې پوره کار روان دی.
د نړیوالو سوداګریزو الوتنو د پیل په اړه مجاهد ویلي، چې د کابل هوایي ډګر مرکزي رادار خراب و او د جوړولو کار یې څه نا څه بشپړ شوی، چې له دې وروسته به نړیوالې سوداګریزې الوتنې بیا پیل شي.
د داعش مجاهدینو د فعالیتونو په اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ داعش د هېواد په کومه برخه کې فزیکي شتون نلري.
هغه وایي: داعش په عراق او سوریه کې دی، دلته شتون نلري.
نوموړي د ننګرهار د وروستيو چاودنو په اړه ولس ته ډاډ ورکړی، چې د داعش د سرپورته کولو د مخنیوي هڅې نورې هم چټکې شوې دي.
مجاهد زیاته کړې: داعش؛ ځکه ګواښ ندی، چې فکر يې په افغان ولس کې منل شوی ندی، څوک يې ملاتړ نکوي او په تېرو وختونو کې مونږ د داعش پر ضد اغېزناکه مبارزه کړې او پر له منځه وړلو یې هم پوهیږو.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ګمارنو کې تر ډېره مسلکیتوب په نظر کې نیول شوی، چې له بشپړېدو سره به یې د حکومت چارې نورې هم ښې او کابینه معیاري شي.