تازه خبرونه
د بدخشان د مرستیال والي د وژنې عاملین دې د خپلو اعمالو پر سزا ورسیږي – فصیح الدین فطرت
د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي ١٧ ) د بدخشان والي د مرستيال د جنازې په مراسمو کې له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې عاملين یې وپېژنئ او د خپلو اعمالو پر سزا یې ورسوئ.
د بدخشان والي مرستیال نثار احمد احمدي د سې شنبې پر سهار ( د غبرګولي ۱۶ ) د بدخشان ولایت د مرکز فیضآباد ښار په موټر بم چاودنې کې وژل شوی دی.
د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست والي د جنازې مراسم پرون مازیګر د دغه ولايت په مرکز فيضآباد ښار کې د وسلهوال پوځ د ستر درستیز، د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي د ځینو غړیو، د اسلامي امارت د ګڼ شمېر ځواکونو او د بدخشان د زرګونه اوسیدونکیو په شتون کې ترسره شول.
د وسلهوال پوځ ستردرستیز قاري فصيح الدين فطرت په دې مراسمو کې په ډاګه کړه: هغه کسان، چې غواړي د امريکايي د پيسو په بدل کې زمونږ مشران، عالمان او خلک شهيدان کړي؛ په دې ډول کړنو سره به د مجاهدينو اراده کمزورې نهشي او خوارج به خپلو ناوړه او شومو موخو ته ونهرسېږي.
د وسلهوال پوځ ستردرستیز د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل؛ تاریخ ثابته کړې، چې انګلیس، روس او امریکا په افغانستان کې په پوره سپکاوي ماتې خوړلې؛ خو خوارج او هغه کسان، چې د هغو پر نیابت زمونږ د شخصیتونو او بچیانو د وژلو هڅې کوي باید وپوهېږو، چې ممکن مونږ نه وو او شهیدان شوو، خو بهرنیان به په افغانستان کې بریالي نهشي او په دې خاوره کې به د دې هېواد رښتیني بچیان د خپلو شهیدانو پر پل ـ پل څاري.
نوموړي دغه راز له کشفي، استخباراتي او امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د بدخشان د خلکو د امنيت خوندي کولو پام او خلک هم له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري پاتې شي او امنيتي ځواکونو ته د شکمنو هڅو راپور ورکړي.
هغه وايي، چې په ډېر لنډ وخت کې به د خوارجو پټ مخونه وپېژندل شي او له منځه به ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې پرون د یوه پیغام پر خپرولو د بدخشان والي د مرستیال د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.
