سیمه ییز خبرونه
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو ته مرگ و ژوبله اوښتې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په درنده نښته كې يو پوليسو او پېنځه وسله والو طالبان وژل شوي دي.
د بدخشان والي وياند عبدالمعروف راسخ د دې پېښې د پخلي ترڅنگ وايي، چې:
په نښته كې دوه پوليس او گڼ شمېر وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.
نوموړى زياتوي، چې:
نښته د پنجشنبې د شپې تر ناوخته روانه وه؛ خو امنيتي ځواكونه وتوانيدل، چې وسله وال طالبان شاتگ ته اړكړي.
