تازه خبرونه

د بريتانيا د پارلمان غړي په کابل کې د سفارت د بيا پرانستلو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۲)

د بریتانیا د پارلمان لوړپوړي غړي ویلي، چې افغانستان په دې وروستیو کې رښتینی پرمختګ کړی او هېواد یې باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د تلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیتې مشر توبیاس الوود غواړي، چې حکومت یې له اسلامي امارت سره خبرې پیل کړي.

توبیاس الوود، چې د بریتانیا په پوځ کې یې هم کار کړی؛ ټینګار کوي، چې لویدیځ په افغانستان کې د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

توبیاس الوود، چې یو ورور یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې وژل شوی ویلي؛ دی د اسلامي امارت ستاینه نه‌کوي؛ خو اوس د دې وخت راغلی، چې له افغان حکومت سره اړیکې جوړې او ښکېلتیا رامنځته شي او دغه هېواد د بې ثباتۍ، تروریزم او ډله‌ییز مهاجرت بل پړاو ته وردننه نه‌شي.

له افغانستان څخه د ناتو ځواکونو له ناوریني وتلو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه کوم هېواد دا نوی حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

توبیاس الوود، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی؛ ویلي، چې په خپل سفر کې د واقعي پرمختګ شاهد و او اوس باید له اسلامي امارت سره خبرې پیل شي.

هغه ویلي؛ افغانستان اوس د ۱۹۷۰ لسیزې پر پرتله بشپړ خوندي هېواد دی او له بندیزونو سره سره ښځو ته اجازه شته، چې کار ته ستنې شي، ځکه اقتصاد ورته اړتیا لري.

هغه دا هم ویلي: زه پوهیږم، چې د دوی تګلارې او اړوند سیاستونه به هیڅکله زمونږ له ایدیالونو سره سمون ونه‌لري؛ خو زه د هغه ناڅرګند شوي جوړجاړي شاهد یم، چې یو جنګ ځپلی ملت یې اوس منلو ته تیار دی.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي د افغانستان وضعیت خورا نازک وباله او څرګندوي، چې افغانستان د خوراکي توکو له پراخ کمښت سره مخ دی او د دغه هېواد د ۹ میلیون ماشومانو نیمايي یې ښوونځیو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه په ډاګه کړې؛ ښکېلتیا او تعامل یوازنۍ لار ده، چې د راتلونکي په جوړولو کې مرسته کوي.

دغه راز توبیاس الوود وايي: که لویدیځ خپله غصه روانه وساتي؛ مونږ به یوه بله تېروتنه کړې وي، دا هېواد به مالي کندې ته وغورزوي او شونې ده، چې د بې ثباتۍ، تروریزم او ډله‌ییز مهاجرت یو بل پېر ورسره پیل شي.

هغه زیاته کړې: یوې پوره عملي ستراتیژۍ ته اړتیا ده. د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو (اسلامي امارت) محدودیتونه کیدی شي د متقابل تفاهم لپاره د خبرو اترو د یوې وسیلې په توګه کار وکړي. دا ډول احتمال به تر هغې ناڅرګند پاتې وي، چې مونږ ویښ شوو. لومړی ګام مو د سفارت بیا پرانسته ده او دوه‌یم هغه دا دی، چې رښتیني وو.

Trending

Exit mobile version