تازه خبرونه

د برښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر به چټک کړو

Published

on

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ د وږی لسمه ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې د خپلو یو کلنو کړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر داکتر فقیر محمد زیار په خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په مرکز او ولایتونو کې ۲ میلیون او ۱۷۷ زره الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تېر په کال کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش او خدمتونو وړاندې کولو له درکه، یو میلیارد او ۶۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي. 

هغه زیاته کړې، اوسمهال د هېواد په کچه، د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش ۶۸ مرکزونه، چې ۱۵ یې په کابل او ۵۳ یې په ولایتونو کې دي، فعالیت لري او د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې دمه، په ټولیز ډول ۸.۲ میلیون پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

فقیر محمد زیار څرګنده کړې، دغه اداره له یونیسف موسسې سره د همغږۍ د امیکس پروژې د پلي کولو هوډ لري، چې له مخې به یې ۴۵۹ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

دغه راز، یاده اداره له نړيوالو موسسو سره په همغږۍ کې هڅه کوي، چې د عاید، لګښت، بشري ځواک، خوراکي خوندیتوب او روغتیا په برخو کې د سروې د ترسره کولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

همداراز، د یادې ادارې په وینا، له سکتوري ادارو سره د همغږۍ له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستیو زلزلو د متضررینو ارقام راټول شوي او د دغو ارقامو د تحلیل بهیر هم پیل شوی دی.

که څه هم د احصائې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي مشر د برښنايي تذکرو د وېش د درېدو ادعاوې خبره ردوي؛ خو وايي، چې د پېژندپاڼو د کموالي له کبله یې وېش سوکه شوی دی.

د دې ادارې مشر زیاتوي، دوی هڅه کوي، چې د برښنايي تذکرو د وېش بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځوي او نوې تذکرې چاپ کړي.

د دې ادارې مسلکي مرستیال عصمت الله حکیمي وايي، چې په تېر کال کې د دولتي او ملکي مامورینو شمېر له ۴۱۴ زرو څخه ۴۰۵ زرو ته راټیټ شوی، چې ۲ سلنه نرینه وو او ۱۵ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له ۲۰۱۹ کال وروسته په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې په اړه کومه سروې نده شوې او په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې په اړه د نړیوالو موسسو لخوا وړاندې شوې شمېرې د باور وړ ندي.

عصمت الله حکیمي وایي: کوچیانو ته یې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې ټولو کوچیانو ته تذکرې ووېشل شي.

د یادې ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د سوداګرۍ بیلانس او ناخالصه داخلي تولیداتو کچې سنجش، د دموګرافي شاخصونو ارزونه، د کرنې او غنمو د کر په اړه د معلوماتو راټولول، د اقتصادي، ټولنیز، ښوونې، روغتیا او چاپېریال د وضعیت په اړه د ارقامو او معلوماتو راټولول او خپرول او له سکتوري ادارو سره د اړینو معلوماتو شریکول، په تېر یو کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.

Trending

Exit mobile version