سیمه ییز خبرونه

د بغلان د بورې كارخانه د المان له ځانگړې ونډې برخمنه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كرنې او مالدارۍ وزارت له آلمان څخه وغوښتل، چې:

المان دې افغانستان ته د خپلې ونډې له وړيا سپارلو وروسته هم په تخنيكي او كرنيزه  برخه كې خپلې همكارۍ ته دوام وركړي.

د بغلان د بورې كارخانې له شلو كلونو وروسته په ۲۰۰۶م كال كې د المان په همكارۍ په توليد پيل وكړ.

د بغلان د بورې كارخانه، چې له بيارغونې وروسته د بغلان د بورې د نوې كارخانې په نوم نومول شوې ۷۲ كاله مخكې د يو شمېر كورنيو سوداگرو له  خوا د المان په تخنيكي ملاتړ جوړه شوې وه. په ۱۹۹۱م كال كې د دې فابريكې  فعاليت د كورنيو جگړو له كبله په ټپه ودريد.

المان يوځل بيا په ۲۰۰۲م كال كې د څلور افغان او دوه الماني سوداگرو په ونډه د فابريكې د بيارغونې چارې پيل كړې، خو وروسته افغان سوداگرو په كې خپله ونډه وپلورله.

د بغلان د بورې فابريكې پخوانى رييس عبدالكريم وزيري وايي:

د افغان سوداگرو له ونډې پلورلو وروسته د بغلان د بورې په فابريكه كې  يوه ونډه  د افغانستان د كرنې وزارت او دوه نورې د الماني شركتونو وې. اوس الماني ونډه والو خپل سهم د افغانستان حكومت ته وسپاره.

په كابل كې دآلمان مرستيال سفير روپ جان وايي:

د المان حكومت ژمنه كړې، چې دا هېواد له ۲۰۱۴م كال وروسته هم مرستې وكړي او موږ به په خپلو ژمنو ولاړ وو.

د سردارد محمد داود واكمني د  بغلان د بورې فابريكې د لوړ توليد دوره وه، چې په كال كې يې ۱۴ زره ټنه بوره توليدوله.

اوس له بيارغونې وروسته د دې  فابريكې توليد په كال كې ۲۵۰ ټنو ته رسيدلى دى.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان اوس په كال كې۱۵۰ زره ټنه بورې ته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version