بلخ @ps
د بغلان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین زیاتره سیمې د افغان ځواکونو په ولکه کې دي
د څرگندونوله مخې په یوه میاشت کې یو سلو څلور شپیته وسلوال طالبان په بغلان کې وژل شوي او یو سلو اتیا ټپیان دي.
مسوولین وايي،اوس هم وسلوالو طالبانو د خلکو په کورونو کې سنگر نیولی دی.
د ملي دفاع وزارت ویانددولت وزیری وایي، د بغلان ولایت د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین ډېرې سیمې له وسلوالو مخالفینو پاکې شوي دا عملیات به تر هغې روان وي، چې ټول وژل شوي نه وي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقيوايي،چې وسلوال سخت دریځي په بغلان کې ځپل شوي او له دې وروسته د افغان ځواکونو له پاره سرخوږی نه شي جوړولی.
ویل کیږي له وسلوالو طالبانو سره په ډنډ غوري کې پاکستاني ملیشې او نورې سخت دریځي ډلې هم یو ځای شوېدي.
افغان ځواکونه وايي،چې دوی به د ټولو سخت دریځو تر ځپلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
خبریال: فواد ناصري