بلخ @ps

د بلخ والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شو

Published

on

د افغانستان د بلخ ولایت والي ملا محمد داوود مزمل د دغه ولایت په مقام کې د چاودنې له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري آریانا نیوز ته ویلي، چې چاودنه نن سهار ( پنجشنبه د کب ۱۸) شاوخوا نهه بجې د بلخ ولایت په مقام کې دننه رامنځته شوې ده.

د وزيري د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې پر محمد داوود مزمل سربېره دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه تویت کې د داوود مزمل وژل کېدل تائید کړي دي.

نوموړي څرګنده کړې: له خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بلخ والي الحاج ملا محمد داوود مزمل له یوه بل ملکي وګړي سره د اسلام د دښمنانو لخوا په یوه چاودنه کې شهید شوی دی.

تر اوسه هیچا د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

Trending

Exit mobile version