تازه خبرونه

د بلخ ولایت په شولگره کې ۱۵ کلنه نجلې د جنسي تېري ښکار شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بلخ كې مدني فعالان وايي د دې ولايت په شولگره ولسوالۍ كې پر پنځلس كلني نجلۍ اووه وسلوالو جنسي تېرى كړى.

دوى وايي دا پېښه لس ورځې وړاندې رامنځته شوې؛ خو امنيتي ارانونو تراوسه د تورنو كسانو د نيولو په موخه ام نه دى اخيستى.

دوى وايي درې تېري كوونكي د نجلې له خوا پېژندل شوي خو د بلخ امنيتي چارواكي وايي له دې پېښې نه دي خبر او كوم شكايت يې هم نه دى ترلاسه كړى.

 په بلخ كې مدني فعالانو امنيتي ارگانونه تر نیبوکې لاندې نیولي، چې له  پېښې لس ورځې تېرې شوې؛ خو تراوسه يې د عاملينو د نيولو په موخه هېڅ نه دي كړي.

په بلخ كې مدني فعالان وايي درې تنه  تيرى كوونکي د نجلۍ له خوا پېژندل شوي دي.

دوی زياتوي د شولگرې ولسوال هم دا پېښه منلې؛ خو د عاملينو د نيولو په موخه يې جدي اقدام نه دى كړى.

دا په داسې حال كې ده چې د بلخ امنيتي چارواكي په دې اړه بې خبري ښيي او وايي تراوسه ورته په دې اړه کوم چا شكايت نه دى كړى.

په هيواد كې د صحرايي محكمو او جنسي تېريو په ډېرېدو د خلكو اندېښنې ډېرې شوې او له امنيتي مسوولينو په دې اړه د جدي هڅو غوښتنه كوي.

Trending

Exit mobile version