سیمه ییز خبرونه

د بهرنيو ځواكونو د وتلو لگښت شپږ ميليارده ډالر اټكل شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱


واشنگتن پوست ورځپانې په خپل تازه رپوت كې ليكلي، چې:

د تېرو لس كالونو پر مهال د افغانستان په جگړه كې امريكا شاوخوا شپږ سوه ميليارد دالر لگولي، چې دا لگښت د عراق له جگړې څخه زيات دى.

له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د وتلو مسله د امريكا لپاره په يوه ستونزمن بحث بدله  شوې.

په دغه رپوټ كې راغلي، چې:

ددغه رپوټ په يوه برخه كې راغلي:

په داسې حال كې، چې د اوباما د حكومت او د امريكا د كانگرس تر منځ د دولت د عوايدو  د زياتيدو او د لگښتونو د كميدو په باب بحثونه روان دي؛ خو له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د وتلو له لگښتونو هم سترگې نه شي پټيداى.

د دغه رپوټ له مخې:

د امريكا دفاع وزارت ويلي، چې په افغانستان كې مو بېلابېل اووه نيم ميليون پوځي توكې موجود دي، چې د دغو توكو ټول ارزښت شاوخوا شپږ دېرش ميليارد دالرو ته رسيږي.

همدا راز رپوټونه وايي، چې د امريكا هوايي ځواك په ۲۰۱۱م كال كې له ۲۶۵ زيات بېلابېل توكي د هوا له لارې په افغانستان كې د امريكا پوځې اډو ته راوړي دي.

Trending

Exit mobile version