تازه خبرونه
د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ پرانستل شوه
د دوشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ ۱۳۹۵ل ) له غرمې مخکې د بهرنيو چارو وزارت ستوري ماڼۍله بیا رغونې وروسته د ولسمشر په پرانستونکې وینا پرانستل شوه.
افغان ولسمشر اشرف غني په دې ناسته کې یو ځل بیا له هند څخه مننه وکړه، چې د ستوري ماڼې په بیا جوړونه کې یې له افغانستان سره مرسته وکړه.
افغان ولسمشر همدا راز د دواړو هېوادونو پر رغنده اړیکو ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه، چې هند د افغانستان په آبادۍ، رغونې او هر اړخیز ملاتړ کې د ډاډ وړ ګامونه پورته کړي دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي هم دغې پرانستونکې ناستې ته ویدیوي وینا وکړه او د افغانستان د ودې او پراختیا په اړه یې د نورو ډاډمنو مرستو د تر سره کولو ډاډ څرګند کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دغې ناستې ګډونوالو ته وویل، دغه مانۍ يوه پېړۍ وړاندې د امیر حبیب الله خان سراج په پېر کې جوړه شوې، چې د وخت د دیپلوماسۍ له ډېرو ناخوالو سره مخ شوې وه.
د نوموړي په وینا؛ د ستوري ماڼې، د سلما بند او د ملي شورا ودانۍ په څیر د هند د نیک نیت څرګندویي کوي.
د بهرنيو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ د بيارغونې او مالي ملاتړهوکړه د ۱۳۹۱ ل کال د چنګاښ په ۱۲ په کابل کې دهغه وخت د بهرنيو چارو د وزير داکتر زلمي رسول، د هند سفير ګاتم موخو پاديا او په افغانستان کې د آغا خان پرمختيايي شبکې ديپلوماتيک استازي علي موجي ترمنځ لاسليک شوې وه.
دغه ماڼۍد هېواد په پلازمېنه کې يوه تاريخي ودانۍ ګڼل کيږي، چې د یاد هوکړه ليک له مخې نن د آغا خان د پرمختيايي شبکې لخوا په عصري او مډرنه بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
له دغې ماڼۍ څخه به د ديپلوماتيکو هرکليو، مطبوعاتي کنفرانسونو، غونډو او دغه راز د اداري دفترونو لپاره کار واخيستل شي.
د هندوستان حکومت د ستوري ماڼۍ د بيارغونې او پراختيا لګښت د بلاعوضه مرستې په توګه د ۵ اعشاریه اووه ميليون دالرو په ارزښت د ډالۍ په توګه وړاندې کړی دی.