Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هوایي برید له کبله د سفارت چارسمبالی احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت “سره کرښه” ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۶, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه د لیندۍ پېنځمه) یې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت “سره کرښه” ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

ویل کیږي، چې تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د بريد له کبله ٤٦ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نه‌دي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

Published

on

د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.

د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼ‌شمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»

دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.

له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!