سیمه ییز خبرونه
د بودجې د تصويب ځنډېدل ستونزې را پورته كولاى شي
د را روان كال د ملي بودجې په تصويب كې راغلي ځنډ يو لړ اندېښنې راپورته كړي دي.
يو شمېر اقتصادي كار پوهان وايي، په كار ده چې د راتلونكي كال بودجه په بېړه تصويب شي تر څو پرمختيايي كارونه له پلان سره سم پر مخ ولاړ شي.
افغان حكومت د راروان ۱۳۹۲ كال لپاره ټوله اووه ميليارده ډالره بودجه اټكل كړي ده.
حكومت د دغې بودجې طرحه يوه مياشت مخكې ولسي جرگې ته واستوله، خو ولسي جرگې د نيمگړتياوو له كبله رد كړه.
نيوكه دا وه، چې په بودجه كې بنسټيزو كارونو او د كار موندنې گټورو پرگروامونو ته پكې پام نه دى شوى.
له بلې خوا د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
د بودجې د تصويب ځنډېدل ستونزې را پورته كولاى شي.
د ولسي جرگې ځيني غړي وايي، چې د نورو نميگړتياوو تر څنگ د ولايتونو لپاره د بودجې په ځانگړي كولو كې سليقوي چلند شوى دى.
د ولسي جرگې د مالي جرگه گۍ رئيس امير خان يار وايي:
كه د بودجې په طرح كې اصلاحات رامنځته نه شي، دوى به يې هم تصويب نكړي.
له بلې خوا د ولسي جرگې ځيني نور غړي بيا وايي، چې د بودجې په رد كې بېړه نه وه په كار.
د يادونې وړ ده، چې د روان كال بودجه هم د ولسي جرگې لخوا د نيمگړتياوو له كبله رد شوې وه او تر زياتو ناندريو وروسته تصويب شوه.