تازه خبرونه
د بیات بنیاد پر مالي مرسته د هرات په اسلامکلا پوله کې د ژورو څاګانو د کېندلو پروژه بشپړه شوه
د دې بنیاد چارواکو زیاته کړې؛ دا پروژه له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړه شوې، چې د دوی د څښاک د اوبو اړتیاوې پوره کړي.
د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې د هرات په اسلام کلا پوله کې له ایرانه څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دې بنیاد پر مالي مرسته د ژورو څاه ګانو د کېندلو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې بنیاد چارواکو زیاته کړې؛ دا پروژه له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړه شوې، چې د دوی د څښاک د اوبو اړتیاوې پوره کړي.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې پر لمریز سیسټم سمبال شوې ده.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: “اوس دا څاه کېندل شوې؛ پر ټولو آسانتیاوو سمبال ده او د هغې اوبه د لمریزې انرژۍ له لارې راایستل کیږي او نن دا څاه د کارونې وړ ده. د کډوالو د څښاک اوبه له همدې څاه چمتو کیږي.”
د هرات په اسلامکلا پوله کې د اسلامي امارت د خدماتو کمیټو مشر عبدالغني کمال ویلي: “دا ډېره ښه شوه، چې د خلکو د آسانتیا لپاره اوبه چمتو شوې. له بیات بنیاد څخه مننه کوم.”
د هرات د اسلام کلا کمیشنر سید حضرت الله زغم آغا هم ویلي: “مونږ له بیات بنیاد څخه مننه کوو او له نورو مرستندویانو څخه هم غواړو، چې کډوالو وروڼو او خویندو ته مو هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي.”
د ژورو څاه ګانو د کېندلو پر پروژې سربېره بیات بنیاد له کډوالو سره د خوراکي توکو مرستې وېشلي او د اسلام کلا له پولې څخه یې د کډوالو د لېږد په بهیر کې هم همکاري کړې ده.
راستنېدونکی محمد امین ویلي: “هرڅومره، چې آسانتیاوې ډېرې وي؛ کډوالو ته ښه ده.”
د هرات په اسلامکلا پوله کې ځایي چارواکو ویلي؛ د دې پروژې له پلي کېدو سره د کډوالو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه تقریبا حل شوې او دوی غواړي، چې دا بنیاد د راستنېدونکو کډوالو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې همکاري روانه وساتي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

