تازه خبرونه

د بیات بنیاد پر مالي مرسته د هرات په اسلام‌کلا پوله کې د ژورو څاګانو د کېندلو پروژه بشپړه شوه

د دې بنیاد چارواکو زیاته کړې؛ دا پروژه له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړه شوې، چې د دوی د څښاک د اوبو اړتیاوې پوره کړي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۴

 

د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې د هرات په اسلام کلا پوله کې له ایرانه څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دې بنیاد پر مالي مرسته د ژورو څاه ګانو د کېندلو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  

د دې بنیاد چارواکو زیاته کړې؛ دا پروژه له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړه شوې، چې د دوی د څښاک د اوبو اړتیاوې پوره کړي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې پر لمریز سیسټم  سمبال شوې ده.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: “اوس دا څاه کېندل شوې؛ پر ټولو آسانتیاوو سمبال ده او د هغې اوبه د لمریزې انرژۍ له لارې راایستل کیږي او نن دا څاه د کارونې وړ ده. د کډوالو د څښاک اوبه له همدې څاه چمتو کیږي.”

د هرات په اسلام‌کلا پوله کې د اسلامي امارت د خدماتو کمیټو مشر عبدالغني کمال ویلي: “دا ډېره ښه شوه، چې د خلکو د آسانتیا لپاره اوبه چمتو شوې. له بیات بنیاد څخه مننه کوم.”

د هرات د اسلام کلا کمیشنر سید حضرت الله زغم آغا هم ویلي: “مونږ له بیات بنیاد څخه مننه کوو او له نورو مرستندویانو څخه هم غواړو، چې کډوالو وروڼو او خویندو ته مو هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي.”

د ژورو څاه ګانو د کېندلو پر پروژې سربېره بیات بنیاد له کډوالو سره د خوراکي توکو مرستې وېشلي او د اسلام کلا له پولې څخه یې د کډوالو د لېږد په بهیر کې هم همکاري کړې ده.

راستنېدونکی محمد امین ویلي: “هرڅومره، چې آسانتیاوې ډېرې وي؛ کډوالو ته ښه ده.”

د هرات په اسلام‌کلا پوله کې ځایي چارواکو ویلي؛ د دې پروژې له پلي کېدو سره د کډوالو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه تقریبا حل شوې او دوی غواړي، چې دا بنیاد د راستنېدونکو کډوالو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې همکاري روانه وساتي.

Trending

Exit mobile version