سیمه ییز خبرونه

د بېړنيو حالاتو د كمېټې په پروگرامونو كې د ولايتونو تر منځ انډول په پام كې ندى نيول شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بېړنيو حالاتو د كمېټې غړي وايې، د ژمي لپاره پوره چمتوالى لري، او د احتمالي طبيعي پېښو د را منځته كېدو په صورت كې به ځپل شويو خلكو  ته خوراكي توكي، درمل، پېسې او نور اړين توكي ورسول شي.

د بېړنيو حالاتو د كمېتې غړي، چې د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته غوښتل شوي وو، وايې، د ژمي لپاره پوره چمتوالى لري.

دوى زياتوي، چې په ستراتيژيكو ډيپو گانو كې خوراكي توكي، درمل، خېمنې، البسه او داسې نور د اړتيا وړ توكي ځاى پر ځاى شوي دي.

خو د مشرانو جرگې ځينې غړي لكه ستار عفت او د مشرانو جرگې د عامه هوساينې د كميسون رئيس احمد بشير صميم د بېړنيو حالاتو د كمېټې پر كړنو نيوكه كوي او وايې:

له يوې خوا خلكو ته بې كېفېته توكي وركول كېږي او بله دا، چې د مرستو ۲۵په سلو كې مستحقو كسانو ته رسېږي.

دوى د بېړنيو حالاتو له كمېټي غوښتنه وكړه، چې تل په عمل كې اجرات وكړي نه دا چي ژمنې مرستې وكړي.

د مشرانو جرگې رئيس وايې، بايد د ټولو ولايتونو لپاره يو شان او متوازن پروگرامونه په پام كې ونيول شي، څو خلك د احتمالي طبيعي پېښو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

Trending

Exit mobile version