تازه خبرونه

د تاشقرغان تنگي به تر يوې اوونې د ترافيكو پرمخ پرانيستل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كليو او پراختيا وزير د يكشنبې په ورځ(د غويى۲۸) د تاشقرغان تنگي د بيارغونې د كار د ليدلو په موخه بلخ ولايت ته سفر وكړ.

د كليو او پراختيا وزير ويس برمك وايي، د دغه ولايت په خلم ولسوالې كې د وروستيو سيلابونو له كبله له سل ډېر كورونه وران شوي او كرنيزې ځمكې او څاروي له منځه تللي دي.

د تاشقرغان تنگي د بيارغونې انجنير حليم وايي، رغنيزې چارې روانې دي او پلې كسان كولى شي له دې لارې سفر وكړي.
نوموړى زياتوي، چې د دې لارې د جوړولو چارې به تر راتلونكې يوې اوونى بشپړې شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تنگي دواړو لوريو ته يو شمېر موټر چلوونكي بند پاتې دي غاو وايي:
لس ورځې كيږي، چې لار يې پرمخ تړلې ده او لازم امكانات او حتا غذايي مواد نه لرو.
د سيمې اوسيدونكي وايي، چې د تاشقرغان ترانزيتي لار لس ورځې وړاندې د سيلابونو له كبله ورانه شوه ، چې تر ننه دې كار د سونگ او خوراكي توكو بيې لوړې كړې دي.

Trending

Exit mobile version