سیمه ییز خبرونه

د ترهگرو د وروستۍ ځالې تر له منځه وړلو به پاتې يو- پنيتا

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا  دفاع وزير وايي:

ترهغه پورې به له افغانستان څخه ونه وځو، چې د ترهگرو وروستۍ ځالې يې له منځه نه وي وړې.

ليون پنيتا، چې په كابل كې يې له ولسمشر حامد كرزي سره په يوه گډ خبري كنفرانس كې خبرې كولې وويل، چې:

موخه مو په افغانستان كې دوامدار شتون دى.

نوموړي څرگنده كړې، چې:

ولسمشر حامد كرزي د خپل امريكايي سيال اوباما بلنه منلې او له هغه سره به د دواړو هېوادونو د امنيتي تړون پرسر خبرې وكړي.

د امريكا دفاع وزير، چې دا يې افغانستان ته اتم  سفر دى؛ يوځل بيا له افغان دولت او خلكو سره د اوږد مهاله ژمنو ټينگار وكړ.

د امريكا دفاع وزير د پاكستان په قبايلي سيمو كې د ترهگرو د اډو پر موجوديت اندېښنه وښوده او د ترهگرو د وروستيو ځالو د له منځه وړلو په موخه يې پر گړنديو هڅو ټينگار وكړ.

هغه وويل:

په ۲۰۱۴ز. كال كې به د امريكايي سرتېرو شمېر راكم شي، خو واشنگتن دا هېواد يوازې نه پريږدي.

د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا به ډاگه كړې، چې:

د امريكا ولسمشر بارك اوباما او ولسمشر حامد كرزى به د جنورۍ په اوومه په واشنگتن كې سره وگوري او له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته به د افغانستان په اړه خپل گډ ليدلوري وړاندې كړي.

په دې گډه خبري ناسته كې ولسمشر كرزي وويل:

د هغو سرتېرو د شمېر په اړه به له بارك اوباما سره خبرې وكړي چې په پام كې ده له ۲۰۱۴ م كال وروسته په افغانستان كې پاتې شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي وويل:

د افغانستان په استازيتوب به  د امنيتي هوكړه ليك او د ستراتيژيكو همكاريو د سند د تعقيب  په اړه، چې له ولسمشر اوباما سره به لاسليك شي؛ پر مهمو مسايلو بحث وكړو.

حامد كرزي د بنديخانو او زندانيانو په اړه د امريكا دفاع  وزير سره خبرې كړې دي او وايي:

موږ پوهيږو، چې واشنگتن د هغو امريكايي سرتېرو قانوني مصونيت ته ارزښت وركړى، چې په دې هېواد كې پاتې كيږي.

د حامد كرزي په وينا:

له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته د امريكايي ځواكونو د رول په اړه خبرې خپل لومړيتوبونه لري. دا ډاډ، چې امريكا له افغانستان څخه ملاتړ كوي، افغانستان سمبالوي، زموږ لپاره ښه هوايي ځواك روزي او ځواكمنتيا مو زياتوي، چې افغانستان وكولى شي په سيمه كې خپلې گټې د افغانانو د ساتنې په موخه وكاروي؛ نو له دې وروسته زه كولى شم د افغانستان له خلكو سره د امريكايي سرتېرو د مصونيت په اړه موضوع په آسانۍ او له لايلو سره شريكه كړم، خو مخكې له دې، چې زه دا كار وكړم بايد له دې اړخه امريكا موږ ته ډاډ راكړي.

د امريكا دفاع وزير څرگنده كړې، چې د ترهگرۍ او افراطيت په وړاندې جگړه كې دوه زره امريكايي سرتېري او يو شمېر افغانان وژل شوي او دا قربانۍ نه شي كيداى بې موخې وي.

ليون پنيتا په پشپړ ټينگار وويل:

امريكا د ولسمشر حامد كرزي رهبرۍ ته درناوى لري او حامد كرزى توانيدلى، چې افغانستان د څو لسيزې جگړې له ميراث څخه وژغوري. پنيتا هيله وښوده، چې په نوي زېږديزكال كې به وتوانيږي د افغانستان او امريكا ترمنځ اړيكې پياوړې كړي.

د يادونې وړ ده، چې افغان ولسمشرحامد كرزي نن د كونسلانو په كلنۍ ناسته كې څرگنده كړه، چې امريكايي ځواكونه دې له كليو راوځي او په سترو ښاري مركزونو كې دې راټول شي، چې په ۲۰۱۴ ز. كال كې يې وتلو ته اسانتياوې رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version