تازه خبرونه
د ترکمنستان– آقینه د اورګاډي پټلۍ به ژر پرانیستل شي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
مسوولین وایي، دغه پټلۍ له ترکمنستان پیل شوې او درې نیم کیلو متره د افغانستان په خاوره کې د آقینې تر بندره غزیدلې ده.
د دې پټلۍ لومړني کارونه په ۲۰۱۳ کال کې پیل شول. دغه پټلۍ د ترکمنستان له امام نظر سیمې څخه د آقینې تر بندر پورې غزول کیږي او په دوه یم پړاو کې له آقینې بندر څخه تر اندخوی ولسوالۍ په پام کې نیول شوي دي.
د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي پټلۍ ۶۳۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چې درې نیم کیلو متره د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.
د هېواد د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود دا تړاو ګټور بولي او وایي؛ افغانستان د سیمې په کچه هغه هېواد دی، چې د اورګاډي کمې پټلۍ لري.
د دوی په وینا؛ د دغې پټلۍ په جوړیدو به د ترانزیت لنډه او ارزانه لار جوړه شي.