تازه خبرونه
د ترکمنستان ولسمشر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسید
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوفکابل ته د خپل لومړني سفر موخه له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو غزول په گوته کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني ویلي، چې کابل ته به د ښاغلي محمدوف د سفر په لړ کې د کابل او عشق آباد تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکماریو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارگ کې د غالیو د تولیدونکې اتحادیې استازیو سره یوه کاري ناسته درلوده.
افغعان ولسمشرد غالیو د صنعت له ټولو صنعتکارو څخه له دې کبله مننه وکړه، چې له شپږ اعشاریه یو میلیون څخه ډېروافغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
ولسمشر وویل، د دې لیدنې موخه د ټولنې دغړیو له پاره؛د ترکمنستان له هېواد سره د غالیو د تولید په برخه کې د همکاري د ډول په اړه مشوره ده او دغه همکاري به افغانستان ته د ترکمنستان د ولسمشر د سفر پرمهال مطرح شي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې سوداگرۍ وزارت ته دنده وسپارله، چې په راتلونکیو دوه اوونیو کې د غالیو د تولید په برخه کې د ستونزو د حل لپاره خپل مشخص وړاندیزونه برابر کړي.
ولسمشر ژمنه کړې، چې د افغانستان حکومت د غالیو د صنعت د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
د هېواد اقتصادپوهانو ویلي، چې په دې اړه د پاکستان په پرتله له ترکمنستان سره د همکاریو غزول د افغانستان په گټه دي.
تازه خبرونه
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي، چې د ایران او متحده عربي امارتو له هوايي شرکتونو ورسته د ترکيي هوايي شرکت به هم سر له سبا افغانستان ته رسمي الوتنې پیل کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین څرګندوي، چې له دې سره به د افغان مسافرو او هغو سوداګرو، چې له ترکيي سره سوداګرۍ لري؛ ستونزې راکمې شي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: په دې کې مسافرو تهه ښه زیری شته. په ځانګړي توګه هغه افغانان، چې اروپا ته سفرونه کوي د کورنیو شرکتونو ترڅنګ به دا ترکي شرکت هم فعالیت کوي. افغان هوايي ډګرونه د افغانانو له خوا ښه مدیریت کیږي او مونږ دا یو ښه پیلامه بولو.
د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
ویل کیږي که د نړیوالو هوايي شرکتونو لهخوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.
تازه خبرونه
د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره مو باید دریځ ومنل شي – مولوي عبدالکبیر
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره په لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت به د دوحې په درېیمه ناسته کې هغه وخت ګډون وکړي، چې دریځ مو ومنل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله کابل ته راغلې او اسلامي امارت ته یې د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.
اسلامي امارت له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه باید پر رسمیت وپېژندل شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانستان د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې دی او ” دا هېواد یو امیر لري او اطاعت ترې کیږي.”
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د یکشنبې پر ورځ ( د غوایی دېرشمه) د انټونیو ګوترش سیاسي مرستیالې روزمري ډیکارلو ته په ډاګه کړه؛ د دوحې تېره غونډه د ځینو تنظیموونکیو د نیمګړتیاوو له کبله نیمګړې وه. که د اسلامي امارت دریځ ومنل شي؛ نو په راتلونکې غونډه کې به د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي.
مولوي کبیر څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمن دی… په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت دی، یو امیر لري او له هغه اطاعت کیږي.
په دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون پیلېږي؛ خو دقیقه نېټه یې ټاکل شوې نده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، میرمن ډیکارلو مولوي کبیر ته د دوحې د غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرایط ستونزمن ندي. هغې هیله څرګنده کړه، چې د دوحې په غونډه کې به د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي.
نوموړي ویلي، د دوحې غونډې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړیوالو ټولنو او هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.
تازه خبرونه
مونږ په دې سختو شېبو کې د حکومت او ایراني ولس تر څنګ ولاړ یوو – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت نن دوشنبه (د غویی یودېرشمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین عبداللهیان، د تبریز امام حجتة الاسلام آل هاشم او ورسره مل ملګرو یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پېښه ژور خواشیني دي. مونږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره په دې غم کې ځان شریک بولو او د قربانیانو له ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو.
دغه راز ویل کیږي، چې په دې سختو شېبو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
د ایران د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه نن سهار د ختیځ آذربایجان له ولایت څخه تبریز ته د ستنېدو په لاره کې غورځېدلې او د چورلکې پاتې شونې د سیمې په غرنیو ځنګلونو کې وموندل شول.
د ایران د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر مرستیال په لنډمهاله توګه دا دنده پر غاړه اخلي او ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.
د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره باید په پنځوس ورځو کې ټاکنې ترسره او نوي ولسمشر ته واک وسپارل شي.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
لوبی2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه4 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ5 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
لوبی5 days ago
سرخ پوشان خوافي او سرسبز یاشلر لوبډلې د پرونیو سیالیو ګټونکې شوې
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پوتين د ستراتيژيکو همکاريو د پراختيا لپاره بېجينګ ته رسېدلی
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م