Connect with us

نړۍ

د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې ښايي دوه‌یم پړاو ته ولاړې شي

خپور شوی

د

د رویترز د څرګندونو له مخې، د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ له خپل سیال کمال قلیچداراوغلو مخکې شو؛ خو هغه د ناتو د غړي هېواد د مشر په توګه د خپلې ۲۰ کلنې واکمنۍ د غزولو لپاره دغوڅ اکثریت پخپلولو بریالی نه‌شو.

که د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو د دوه‌یم پړاو ټاکنو د مخنیوي لپاره اړین ۵۰  جمعه یو سلنه رایې خپلې نکړې؛ نو دوه‌یم پړاو ټاکنې به د می پر ۲۸ ترسره کیږي.

قلیچدار اوغلو، چې ویلي یې دي په ټاکنو کې به بریالی شي؛ له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې د صبر او زغم لار خپله کړي او د اردوغان ګوند یې د پایلو په شمېرنه او راپور ورکولو کې په لاسوهنه تورن کړ.

اردوغان ویلي؛ مونږ دمګړۍ له خپل نږدې سیال څخه ۲ اعشاریه ۶ میلیون رایې مخکې یوو. مونږ تمه لرو، چې دا شمېر به له رسمي پایلو سره نور هم ډېر شي.

د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولیا راپور ورکړی، چې د نږدې ۹۷ سلنه صندوقونو پایلو له مخې اردوغان په سلو کې ۴۹ اعشاریه ۳۹ او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۹۲ سلنه رایې ګټلي دي.

رویترز راپور ورکړی، چې د ترکیې د ټاکنو کمیسیون اردوغان ته ۴۹ اعشاریه ۴۹ رایې شمېرلي. دا د  ۹۱ اعشاریه ۹۳ رایو صندوقونه د شمېرلو پایله ده.

د ولسمشرۍ لپاره درېیم ملتپال نوماند سینان اوګان په سلو کې ۵ اعشاریه ۳ رایې خپلې کړي.

شنونکیو ویلي؛ د هغه دا بری په‌دې پورې اړه لري، چې د کوم نوماند ملاتړ کوي؛ په دوه‌یم پړاو کې یو “پاچا‌جوړونکی” کیدی شي.

کیلیچدار اوغلو، په یوه وینا کې څرګنده کړې وه، چې د اردوغان ګوند له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو صندوقونو پر شمېرلو د ترکیې اراده له منځه وړي.

هغه وایي؛ تاسې نه‌شئ کولی پر اعتراضونو د هغه څه مخه ونیسئ، چې رامنځته کیږي. مونږ به هیڅکله پرې نه‌ږدو، چې دا پر یوه ترسره شوي واقعیت واوړي.

د قلیچداراوغلو پلویان د بریا په تمه ول او د ترکیې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک بیرغونه یې پورته کړل او ډولونه یې وهل.

رویترز راپور ورکړی، چې د ترکیې د راتلونکي ولسمشر ټاکنه به د دې هېواد په سل کلن تاریخ کې ترټولو غوره سیاسي پرېکړه وي، چې د ترکیې له پولو بهر به ښه وځلیږي.

د اردوغان بریا به ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د اردوغان یو ښه متحد دی خوشاله کړي، خو د بایدن اداره او د اروپا او منځني ختیځ ډېر مشران، چې له اردوغان سره یې اړیکې خرابې وې؛ عصبي کړي.

د ترکیې تر ټولو اوږد خدمت کوونکي مشر؛ دا هېواد د ناتو غړی کړ او د اروپا دا دوه‌یم لوی هېواد یې پر نړیوال لوبغاړي بدل کړ. هغه د لویو پروژو لکه نويو پلونو او هوايي ډګرونو د جوړولو له لارې ترکیه عصري کړه او د بهرنیو هېوادونو لخوا یې د وسلو صنعت ته وده ورکړه؛ خو بې ثباته اقتصادي پالیسي یې د بحران او انفلاسیون کچه لوړه کړې او هغه یې د رای ورکوونکیو د غصې ښکار کړ.

دغه راز د ترکیې په جنوب ختیځ کې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې هم، چې۵۰ زره کسان په کې مړه شول؛ د هغه د حکومت ورو غبرګون رای ورکوونکي له خفګان سره مخ کړي.

قلیچدار اوغلو ژمنه کړې، چې له کلونو دولتي جبر وروسته به دیموکراسي راژوندۍ کړي او ترکیه به د ارتودوکس اقتصادي پالیسیو ته بېرته وررستنه کړي او هغه بنسټونه به پیاوړي کړي، چې د اردوغان په مشرۍ بې واکه شوي او دغه راز له لویدیځ سره کمزورې اړیکې هم بیارغول کیږي.

که اپوزیسیون واکمن شي زرګونه سیاسي بندیان او فعالان به خوشې شي.

نیوکه کوونکي وېره لري، چې اردوغان به د بلې دورې له ګټلو وروسته تر بل هر وخت زیات استبدادي حکومت وکړي. ۶۹ کلن ولسمشر، چې لسګونه ټاکنیزې بریاوې یې تجربه کړې؛ وايي: دیموکراسي ته درناوی لري.

په پارلماني رایو کې، د اردوغان اسلام‌پاله ګوند AKPد ډېرکي لرونکی دی.

د یادونې ده، چې که نوماندانو د ګټنې رایې خپلې نکړي؛ نو د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې به دوه‌یم پړاو ته ځي، چې دوه اوونۍ وروسته به د مې پر ۲۸ ترسره شي.

نړۍ

اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي

د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.

Published

on

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د ایران پر ضد د خپلو هوايي عملیاتو د ملاتړ لپاره د عراق په یوه دښته کې پټه پوځي اډه جوړه کړې وه.

د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، چې دغه تاسیسات د جګړې له پیلېدا لږ مخکې، د امریکا پر خبرتیا جوړ شوي وه.

په راپور کې دا هم راغلي: اسرائیلي ځواکونو لږ تر لږه په یوه مورد کې د دې لپاره، چې د اډې ځای افشا نه‌شي؛ د عراقي ځواکونو پر مورچلو هوايي بریدونه کړي دي. ویل کېږي؛ دا بریدونه هغه مهال ترسره شول، چې عراقي ځواکونه سیمې ته نږدې شوي وه.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ موضوع هغه وخت رسنیزه شوه، چې د عراق دولتي رسنیو د مارچ میاشتې په پیل کې داسې راپور ورکړ: یوه شپانه عراقي چارواکو ته د مشکوکو پوځي فعالیتونو؛ لکه د هلیکوپټرو له تګ‌راتګ خبر ورکړی و. له هغې وروسته عراقي ځواکونه د سیمې د څېړنې لپاره واستول شول.

ویل کیږي، چې کله عراقي ځواکونه سیمې ته نږدې شول؛ هوايي بریدونه ترسره شول، چې د دغې پټې اډې د پېژندنې مخه ونیول شي.

Continue Reading

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!