نړۍ
د ترکیې ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو ته رای اچونه پیل شوه
د یکشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د ترکیې یو شمېر خلکو د ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکل شویو رای مرکزونو کې رای اچونه پیل کړه.
د رویترز څرګنده کړې؛ د یکشنبې د ورځې د رایو پایله به نه یوازې د ناتو د غړیتوب لرونکی ۸۵ میلیوني هېواد د وګړیو راتلونکی ولسمشر وټاکي، بلکې ورسره به په اقتصادي او سیاسي ستونزو کې د ښکېلې ترکیې د حکومت څرنګوالی هم غوره شي.
د ترکیې ټاکنو ته ۶۰ میلیون و ۶۹۷ زره د رایې ورکولو وړ کسان شته، چې ۳۰ میلیون و ۷۱۰ زره یا ۵۰ اعشاریه ۶ یې ښځې دي.
د شنبې د ورځې د انتخاباتو دوه اصلي نوماندان د کمپاین پر وروستۍ ورځ دوه بېلابېلو ځایونو ته ولاړل، چې د ترکیې د راتلونکي لپاره د دوی د سیاسي لومړیتوبونه ښکارندویي کوي.
اوسنی ولسمشر او د پرمختګ او عدالت ګوند رییس رجب طیب اردوغان او د هغه اصلي سیال د خلکو د جمهوریت غوښتونکي ګوند رییس کمال کلیچدار اوغلو دې ټاکنو ته ولاړ دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پر ماښام د ایبا صوفیه جومات ته ولاړ او هلته یې د ماښام لمونځ ادا کړ. په داسې حال کې، چې کمال کلیچدار اوغلو د نوې ترکیې د بنسټ ایښودونکي کمال اتاترک مزار ته ورغلی و.
په ټاکنیزو حوزو کې د یکشنبې پر سهار اته بجې رای اچونه پیل شوه. رای اچونه به د مازیګر تر پېنځه بجو روانه وي.
د ترکیې د ټاکنو قانون له مخې؛ د سهار تر ۹ بجو پورې د ټاکنو د لومړنیو پایلو هر ډول راپور ورکول منع دي. دا به د یکشنبې پر ورځ ناوخته معلومه شي، چې آیا د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې به دوهیم پړاو ته وغزول شي او که نه.
د ترکیې کردان، چې په هېواد کې د رای ورکولو د شرایطو وړ کسانو له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه جوړوي، د هغو ټولنیزو ډلو په ډله کې دي، چې د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې لوی رول لوبولی شي.
د زلزلې ځپلیو یو شمېر ولایتونو، چې له ۵۰ زره ډېر کسان یې مړه شوي؛ د حکومت له لومړني سستوالي څخه په غصه دي؛ خو داسې لږ شواهد شته، چې د خلکو د رایې ورکولو طریقه دې بدله کړي.
د ترکیې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې هم ترسره کېږي.
په پارلماني ټاکنو کې د دواړو لویو ائتلافونو هر یو پراخه بریا هم کولی شي په دغه هېواد کې د اساسي قانون د بدلون یا تعدیل امکان رامنځته کړي.
په ترکیه کې د اساسي قانون تعدیل د دې هېواد د پارلمان د دوه پر درېیمې برخې غړیو؛ یعنې د ۶۰۰ څوکیو څخه د ۴۰۰ غړیو مثبتو رایو ته اړتیا لري.
۷۴ کلن پخوانی حکومتي چارواکی کلیچدار اوغلو ژمنه کړې، چې د ګټلو په صورت کې به د اردوغان له درندې ادارې څخه د ارتودوکس اقتصادي سیاستونو ته راستون شي.
د ټاکنیز کمپاین وروستۍ ورځې د بهرنیو لاسوهنو له تورونو سره مخ وې.
اوغلو روسیه تورنوي، چې د ترکیې په ټاکنوي کې د رجب طیب اردوغان لپاره لاسوهنه کوي. له بلې خوا اردوغان ادعا کوي، چې مخالفین یې د امریکا پر مرسته د ده واکمني ختمول غواړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي: په بهرني او کورني سیاست کې لاسوهنه زمونږ لپاره د منلو وړ نهده؛ مونږ د نړۍ د سیمې له هېوادونو سره د خپل ستراتیژیک دریځ پر بنسټ خپلې اړیکې پراخوو، د لویدیځ لپاره له ختیځ نه شا نه ګرځو او نه هم د منځني ختیځ او آفریقا په اړه سترګې پټوو، خو له لویدیځ سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړو.
د ولسمشرۍ نوماند کمال کلیچدار اوغلو وایي: زمونږ اصلي هدف د ظالم حکومت ختمول او د ملتپال حکومت جوړول دي. زمونږ هدف دا دی، چې د اروپايي ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړو او د عصري نړۍ برخه واوسو. مونږ یو ملت یوو، چې د لویدیځ لوري ته متوجه یوو او ډیموکراسي غواړو.
په ترکيه کې میشت افغانان په دې هېواد کې د خپل برخليک په اړه اندېښمن دي. په تېره بيا هغه افغانان، چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي.
که د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان په لومړي پړاو کې په سلو کې له ۵۰ ډېرې رایې ونهګټي، د ټاکنو دوهیم پړاو به په دوه اوونیو کې ترسره شي.
نظر پوښتنې ښيي، چې د ۶ مخالفو ګوندونو د ائتلاف مشر کمال کلیچدار اوغلو له خپل اصلي سیال رجب طیب اردوغان څخه لږ مخکې دی. که د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو له دوه مهمو نوماندانو څخه یو هم پنځوس سلنه رایې ترلاسه نهکړي؛ دغه ټاکنې به دوهیم پړاو ته وغزول شي. بیا به د دوهیم پړاو ټاکنې د مې پر ۲۸ ترسره شي.