سوداگري

د تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی

دغه لار د تېر کال د اوکټوبر میاشتې له نیمايي راپدېخوا د اوکټوبر د یوولسمې او دولسمې پر شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته؛ په بشپړه توګه د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوې ده. که څه هم وروسته د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب اوربند ټینګ شو؛ خو د امنیتي اندېښنو له کبله سوداګریزې لارې اوس هم تړلي پاتې دي.

Published

on

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ له څلور میاشتو څخه د ډېر وخت لپاره د تورخم دروازې د بندېدا له کبله، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو شمېرل کېږي؛ دواړو لوریو ته پراخ اقتصادي زیانونه اړولي دي.

دغه لار د تېر کال د اوکټوبر میاشتې له نیمايي راپدېخوا د اوکټوبر د یوولسمې او دولسمې پر شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته؛ په بشپړه توګه د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوې ده. که څه هم وروسته د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب اوربند ټینګ شو؛ خو د امنیتي اندېښنو له کبله سوداګریزې لارې اوس هم تړلي پاتې دي.

په راپور کې راغلي، چې له تورخم پرته، نورې لارې لکه خرلاچي، غلام‌خان، انګور اده او چمن هم تړل شوې دي، چې دې چارې سیمه‌ییزه سوداګري نوره هم زیانمنه کړې ده.

سوداګر وایي، چې یوازې د تورخم له لارې د پاکستان د ورځنیو صادراتو زیان شاوخوا دوه میلیون ډالر اټکل کېږي، چې په نږدې ۱۲۰ ورځو کې له ۲۴۰ میلیون ډالرو اوړي. د بندو وارداتو، د ګمرکي عوایدو د کمښت او نورو اړخیزو اغېزو په پام کې نیولو سره ټولیز زیان له دې هم ډېر ګڼل کېږي.

د سوداګریزو بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان میاشتني صادرات نږدې ۱۷۷ میلیون ډالر راکم شوي او په وروستیو کې دوه اړخیزه سوداګري تر پنځوس سلنه ډېره راټیټه شوې ده.

له تړل کېدا مخکې تورخم هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره مسافر او له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر منل؛ خو اوس سرحدي بازارونه او ټرانزیټي برخې عملاً فلج شوې دي.

د پاکستان ګمرکي کارکوونکي سراسري ټولنې رییس ویلي، چې په تورخم کې له ۱۵۰ څخه زیات د مالونو د تصفیې دفترونه تړل شوي او لږ تر لږه زر کارګران بې‌کاره شوي دي.

دغه راز د تورخم کارګرانو اتحادیې له څلور زره څخه د زیاتو ورځنيو مزدورانو؛ لکه موټر چلوونکو، باروړونکو او خدماتي کارکوونکو، له بې‌کارۍ خبر ورکړی دی.

راپورونه ښیي، چې دې وضعیت پر بیو هم اغېز کړی دی. د افغانستان صادرات، په ځانګړي ډول سابه، پنبه او وچه مېوه لکه بادام، ممیز، انځر، پسته او جلغوزي درېدلي او د دغو توکو بیې د پاکستان په بازارونو کې لوړې شوې دي. برعکس د پاکستان صادرات لکه کچالو، لیمويي مېوې (کینو او مالټه) کیله، سره مرچ او درمل په پوله کې بند پاتې دي او د بیو راټیټېدا تولیدوونکو ته درانده زیانونه اړولي دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د دې حالت غخېدا نه یوازې د سرحدي سیمو اقتصاد، بلکې سترې ټرانزیټي پروژې او د مرکزي او جنوبي آسیا د نښلولو نوښتونه هم له شک سره مخ کړي او پر ځمکنیو سوداګریزو لارو باور یې سخت کم کړی دی.

Trending

Exit mobile version