تازه خبرونه
د تورخم له لارې جبري ستنېدا افغان کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
د ناروې د کډوالو شورا ويلي؛ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته جبري ایستل کیږي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ډېری دغه کورنۍ سرپناه نلري، د کار موندلو له پوره ستونزو سره مخ دي، کافي خوړو ته لاسرسی نلري او د ژوندانه له بنسټیزو خدمتونو بېبرخې پاتې دي.
یاد بنسټ خبرداری ورکوي، چې د راستنېدونکو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا شته.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون تازه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو بېرته ستنېدا د افغانستان پر نازک بشري وضعیت بېساری فشار راوړی دی.
د دې فډراسیون د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پای پورې له ایران او پاکستان څخه له ۵.۲ میلیون ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د جبري لېږد دا څپه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د نفوسو له سترو لېږدونو څخه ګڼل کېږي، چې له ۳.۶ میلیون ډېر کسان یوازې له ایران څخه راستانه شوي، چې لږ تر لږه یې ۱.۲ میلیون جبري ایستل شوي دي.