سوداگري

د تولیدي کارخونو کمپلیکس پرانیستل شو

ملا برادر د دې کمپلیکس بیا پیل د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا لپاره یو بنسټیز ګام وباله او زیاتوي، چې دا هڅه به پر بهرنیو توکو د افغانستان تکیه راکمه کړي او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به اغېزمن رول ولوبوي.

Published

on

پرون (دوشنبه د چنګاښ دېرشمه) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملي پراختیا شرکت په چوکاټ کې د تولیدي کارخونو کمپلیکس پرانسته وکړه.

ملا برادر د دې کمپلیکس بیا پیل د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا لپاره یو بنسټیز ګام وباله او زیاتوي، چې دا هڅه به پر بهرنیو توکو د افغانستان تکیه راکمه کړي او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به اغېزمن رول ولوبوي.

د اقتصادي مرستیال د څرګندونو له مخې؛ له‌یوې خوا به دا کمپلیکس خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او له بلې‌خوا به یې محصولات ارزانه بازار ته وړاندې شي.

د ملي پراختیا شرکت چارواکو هم ويلي، چې د تولیدي کارخونو دې کمپلیکس شاوخوا ۶۰ کاله وروسته خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

دغه راز د تولیدي کارخونو د پرانستلو په مراسمو کې د دې کمپلیکس یو شمېر محصولات نندارې ته وړاندې شول.

د یادونې ده، چې دا کمپلیکس اوسمهال د کرنیزو ماشینونو، کوچنیو او منځنیو صنعتي ماشینونو، موټرو، فلزي پرزو، برښنایي تجهیزاتو، د کانال د دروازو او اوبو بندونو د پرزو په برخو کې ۱۰۵ ډوله محصولات تولیدوي.

Trending

Exit mobile version