سیمه ییز خبرونه
د جوزجان په خم آب او قرقين ولسوالۍ كې سرحدي پوليسو د كښتيو غوښتنه كړې
په جوزجان او فارياب ولايتونو كې د افغانستان او تركمنستان ډېره پوله د سيند په وسيله جوړه شوې، چې د سرحدي پوليسو د ۲۳ پوستو په وسيله څارل كيږي.
په شمال كې د سرحدي پوليسو د دوه يم كنډك كوماندان علي احمد وايي:
افغانستان له تركمنستان سره ۸۵ كيلومتره د اوبو پوله لري، چې د څارنې لپاره يې وړو كښتيو ته اړتيا ده.
علي احمد څرگندوي:
په شمال كې سرحدي پوليس په تېرو دوه كلونو كې تقويه او سمبال شوي او كولى شي، چې د پولو ساتنه وكړي.
كه څه هم په شمالي سرحدونو كې امنيتي ستونزې نشته، خو كله كله په كې د نشه يي توكو قاچاقگر نيول كيږي.
د آقينې بندر كميسار پيرمحمد وايي:
د آقينې بندر په شمال كې يو مهم بندر گڼل كيږي، چې ډېر سوداگريز توكي له دې لارې ليږدول كيږي او سرحدي پوليس د پولې د ساتنې په موخه له تركمنستاني چارواكو سره منظمې غونډې كوي.
افغانستان په شمال كې له څو هېوادونو سره گډه پوله لري، چې يو يې هم تركمنستان دى.
د يادونې وړ ده، چې دغه هېواد د فارياب او جوزجان په ولايتونو كې له افغانستان سره ۴۵۰ كيلومتره اوږده پوله لري.