تازه خبرونه
د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د درې څاګانو د کېندلو تړون لاسلیک شو
یاد وزارت د شنبې پر ورځ( د غبرګولي لسمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکي شرکت به د یو کال په اوږدو کې د درې څاګانو کېندلو کار بشپړ کړي.
Last Updated on: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۴
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د دې وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د ۳ څاګانو د کېدنې تړون له یوه ترکي شرکت (سفیر سونداج) سره د ۸ میلیون امریکایي ډالرو پر ارزښت لاسلیک کړی دی.
یاد وزارت د شنبې پر ورځ( د غبرګولي لسمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکي شرکت به د یو کال په اوږدو کې د درې څاګانو کېندلو کار بشپړ کړي.
د خبر پاڼې له مخې، د دې څاګانو د کېندلو وروسته به په یوه ورځ کې ۱۰۰ زره مکعب مټره ګاز استخراج شي.
د یادونې ده، چې د دې څاګانو له کېندلو سره د کار فرصتونو سربېره د مصرف کوونکو لپاره د اړتیا وړ ګاز هم چمتو کیږي.