پرمختګ او بشپړتیا
د جوماتونو او محلي درسونو د بيا راژوندي كولو اړتيا څرگنده شوه
د پوهنې وزارت مسوولين وايي:
د پوهنې وضعيت د ښه والي په برخه كې اغېزناكه او كم لگښته لاره په دې بهيركې د جوماتونو او ملا امامانو شاملول دي.
دا چارواكي وايي:
له هغو جوماتونو استفاده، چې ملا امامان نه لري كيداى شي يو ځل بيا له ښوونځي څخه د مخكې زده كړې دوره رامنځ ته كړو.
دې وزارت د ښوونځيو په تعليمي نصاب كې د بيا كتنې په موخه په كابل كې دوه ورځينۍ وركشاپ جوړه كړ. په دې وركشاپ كې عالمانو، استادانو او ددغه وزارت د تاليف برخې كارمندانو برخه اخيستې ده.
په هېواد كې د پوهنې وضعيت د ښه والي په برخه كې له ډېرو هڅو سره سره تراوسه هم په دې برخه كې زياتې ستونزې ليدل كيږي.
د مسلكي ښوونكيو نشتوالى، د تدريس لپاره د معياري ودانيو نشتوالى، له ښوونځيو څخه د درې نيم ميليون ماشومانو بې برخې كيدل او د ناامنيو له لامله د ۴۰۰ په شاوخوا كې د ښوونځيو بندوالى؛ د پوهنې په وړاندې جدي ننگونې دي.
تر دې ټولو مهم په نړيوالو معيارونو د نوي تعليمي نصاب جوړيدل او په ملي او محلي ژبو د كتابونو چاپول دي، چې تراوسه هم دا ستونزه پرځاى پرته ده.
د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال صديق پتمن وايي:
ښوونيزنصاب تردولسم ټولگي چاپ شوى، خو په محلي ژبو د پارسي كتابونو چاپول ډېروخت ته اړتيا لري. اوس د پوهنې وزارت له ښوونځي څخه د مخكې دورې لپاره د نصاب په جوړولو كې نوى وړانديز كوي.
پتمن وايي، چې:
د جوماتونو او محلي درسونو بيا راژوندي كول د معياري نصاب جوړولو په پرتله لږ وخت او پانگې ته اړتيا لري.
د شمېرو له مخې په تېرو لس كلونو كې د پوهنې وزارت ۲۳۴۹عنوان كتابونه تربيا كتنې وروسته دوه سوه ميليون ټوكه چاپ كړي، چې ډېريې په بهر كې دي.
د پوهنې وزارت په تعليمي بهيركې د جوماتونو د شاملولو خبر په داسې حال كې وركوي، چې ملي امنيت څه موده مخكې د كابل او ولايتونو په جوماتونو كې د چاوديدونكيو توكو او ځانمرگو واسكټونو د نيولو خبر وركړى و.