نړۍ

د حماس لوړ پوړي مشران د اسرائیلو له هوایي برید ژوندي ووتل

د حماس د سیاسي دفتر غړي سهیل الهندي له الجزیرې سره په خبرو کې تائید کړه، چې د حماس د مشرتابه غړي د قطر پر دوحه ښار د اسرائیلو له وروستي برید څخه ژوندي پاتې شوي دي.

Published

on

د اسرائیلو حکومت د سې‌شنبې پر ماښام په قطر کې د حماس پر سیاسي مشرانو هوايي بریدونه وکړل او امریکا دا کړنه نه یوازې یو اړخیز برید وګاڼه، بلکې ټرمپ ترې ناخوښي څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ګډو موخو ته ګټور ندی.

د حماس د سیاسي دفتر غړي سهیل الهندي له الجزیرې سره په خبرو کې تائید کړه، چې د حماس د مشرتابه غړي د قطر پر دوحه ښار د اسرائیلو له وروستي برید څخه ژوندي پاتې شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د غزې په تړانګه کې د حماس د سیاسي دفتر د جلاوطنه مرستیال مشر خلیل الحیة زوی د برید له کبله وژل شوی دی.

الهندي د برید د غندلو تر څنګ ویلي؛ دا هڅه د اسرائیلو د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي د فلسطین د مقاومت سیاسي مشران پر نښه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې دا ډول بریدونه به د حماس د مقاومت لار او اراده کمزورې نکړي.

ټرمپ په داسې حال کې، چې د واشنګټن یوه رسټورانټ ته ننوتلو؛ څرګنده کړې: “زه له دې پېښې خوښ نه‌یم. دا ښه وضعیت ندی؛ خو باید ووایم: مونږ یرغمل شوي کسان غواړو؛ خو د نننۍ پېښې له رامنځته کېدو خوښ نه یوو.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې برید په غبرګون کې دا هم ویلي، چې له ټولو اړخونو څخه دا کړنه “ډېره ناخوښه” ده او ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ پدې اړه یوه بشپړه اعلامیه وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version