سوداگري
د حيرتان – مزار شريف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات بیا پيل شول
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې د حيرتان – مزار شريف اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات بیا پيل شول.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې د نږدې یوې اوونۍ ځنډ وروسته ازبکستان بېرته له افغانستان سره د حیرتان له لارې د اوسپنې پټلۍ په واسطه د سوداګریزو توکو د لیږد د بیا پیل هوکړه کړې ده.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې له ازبکستان هېواد څخه د حیرتان بندر ته شاوخوا٥٠ واګونه سوداګریز توکي را ورسیدل.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمع دراني ويلي ، چې ازبکستان ته د دغې ادارې د مشر په مشرۍ یو پلاوی په سفر کې دی او هلته د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو وروسته د حیرتان – مزارشریف له لارې د ریلګاډي په واسطه به د سوداګریزو توکو د لیږد بهیر بېر ته پیل شي.
د افغانستان د ريل پټلۍ اداري ویاند سمیع دراني ویلي؛ د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې به د انتقالاتو نورمال بهیر بېرته پیل او افغانستان ته د حیرتان- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او مراقبت د سپارلو د تفاهم لیک د چمتو کولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ تخنیکي کمیتې کارکوي.
په ټوله کې په دې هوکړه وشوه، چې د حیرتان مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مدیریت به افغان لورې ته انتقالیږي. البته د قرارداد د تفاهم لیک د ترتیبولو لپاره د دواړو لوریو لخوا تخنیکي کمیتې ټاکل شوي دي او دغه تخنیکي کمیتې به ان شاالله ژرترژره د قرارداد یوه مسوده چمتو کوي.
دې ادارې دا هم ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستان سره هوکړه کړې او په نږدې ورځو کې به د حيرتان – مزار شريف د اوسپنې پټلۍ مديريت افغان لوري ته وسپارل شي.
په ورته حال کې د خصوصي سکتور غړي د حیراتانو د مسیر پرانستل د هېواد په اقتصاد کې اړین دی او د افغانستان د اوسپنې پټلي مسوولین باید د سیمې له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ د فعاله ساتلو لپاره زیاته هڅه وکړي.
د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: مونږ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اداري د مسوولینو له هڅو هرکلی کوو او هیله لرو، چې د هېواد د اورګاډي پټلۍ د تل لپاره د فعاله ساتلو هڅه زیاته کړي، چې سوداګریزو چارو کې خنډ رامنځته نشي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د هېواد په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو کې د ریلګاډي فعالیتو نه اړین بولي او زیاتو، چې حکومت باید د دې مسیرو نو د نتقالاتو د تنظیم او تامین لپاره خپلي هڅي زیاتي کړي.
دوی زیاتوي، چې د دې مسیرونو په فعالیت کې خنډ او ځنډ د هېواد پر اقتصاد منفي اغیزې کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زمونږ د هېواد په اقتصاد کې د اوسپنې پټلې له لارې انتقالات مو هم پر صادراتو او هم پر وارداتو مثبت اغېز لرلی شي. هیله لرم، چې د دې مهم اقتصادي فکتور د فعالیت او پراختیا لپاره په بیړه تدابیر ونیول شي او دا چاري تنظیم کړي.
په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا د تېر ۲۰۲۲ ز. کال د دسمبر په میاشت کې حیرتان – مزارشریف ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او مراقبت تړون د یوې ازبکستاني شرکت سره فسخ کړ او پر ځای یې د یو قزاقي شرکت سره د اوسپنې د دغې لارې د ساتنې او مراقبت تړون لاسلیک شو.
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په ۲۰۱۰ ز. کال کې د ۱۲۹ میلیون دالرو پر لګښت جوړه شوې ده.
د روانې میاشتې پر ۱۲ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی و، چې له حیرتان بندره انتقالات د لنډ وخت لپاره ځنډېدلي دي.
افغانستان د ترکمنستان سره هم د اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې او هم د ایران سره د هرات اوسپنې پټلۍ له لارې نښتی دی؛ خو دغه هېواد ته له روسیې او چین سره د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې د ازبکستان لار ترټولو لنډه لار ده.
سوداگري
افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د دوه ورځنیو خبرو پر مهال هوکړه کړې، چې د سړکونو له لارې د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي آسانتیاوو لپاره د سړکونو د ټرانسپورټ ګډ کمیسیون جوړ کړي.
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوو په دې ناسته کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان او ترکمنستان موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر آسانتیا، د لاجورد ټرانزیټي لارې فعالول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تګ راتګ زیاتول د دغو خبرو اړینې برخې وې.
دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ په لارو جوړولو کې د همکاریو د پراختیا، دوهاړخیزې سوداګرۍ او د ټرانزیټ د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. ټاکل شوې، چې د خصوصي سکټور استازي هم د دغو همکاریو اړوند په ځینو ناستو کې ګډون وکړي.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې استازو ګډون کړی و او د افغانستان پلاوي د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر مشرۍ په خبرو کې برخه اخیستې.
د لاجورد لاره افغانستان د ترکمنستان، کسپین بحیرې، آذربایجان او ترکیې له لارې له سیمهییزو او اروپايي بازارونو سره نښلوي. د دې لارې پراختیا کولی شي د افغانستان ټرانزیټي لارې پراخې او له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د توکو د لېږد زمینه زیاته کړي.
ترکمنستان هم په وروستیو کلونو کې د سړکونو، اواوسپنېپټلې لارو او بندري شبکو پراختیا ته پاملرنه کړې ده. د ترکمنباشي نړیوال بندر، د دې هېواد له ځمکنیو او اوسپنیزو لارو سره یوځای، د منځنۍ آسیا او کسپین بحیرې د پراخې ټرانزیټي شبکې یوه برخه بلل کېږي.
سوداگري
په ۲۰۲۷ز.کال کې به د ټاپي له لارې پاکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي – ترکمنستان
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلامآباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نللیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
په پاکستان کې د ترکمنستان سفارت ويلي، د ټاپي ګاز نللیکې د پروژې د یوې مهمې برخې له بشپړېدا سره به په ۲۰۲۷ز.کال کې افغانستان او له هغه وروسته پکستان ته د ګاز د لېږد د پیل زمینه برابره شي.
په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر اتاجان مولاموف په اسلامآباد کې یوې غونډې ته ویلي؛ تمه ده، چې د ټاپي ګاز نللیکې د سرحدآباد ـ هرات برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي پروژې او د سیمې د انرژۍ د نورو پروژو پلي کېدا کولی شي پاکستان ته د انرژۍ د باثباته برابرولو او د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د ټاپي ګاز نللیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او داسې طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان د ګلکینیش ګاز له ډګر څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته تر ۳۳ میلیارډ مټره مکعبه ګاز ولېږدوي.
ترکمنستان دغه پروژه د ګاز د صادراتو د پراختیا او په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره له مهمو لارو څخه بولي.
سوداگري
اروپايي ټولنې او افایاو د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل
د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرلهپسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادرې(افایاو) د افغانستان د کرنې او خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.
د دې پروګرام موخه بزګرانو او کرنیزو کاروبارونو او بازارونو ته د لا ښه لاسرسي، د پرلهپسې عاید د رامنځته کولو او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره د مقابلې په برخه کې مرسته بلل شوې ده.
دې ادارې زیاته کړې، دغه پروګرام به له زیانمنو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو کورنیو او په هغو سیمو کې له میشتو ټولنو سره مرسته وکړي، چې د خوړو له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي. په دې پروګرام کې به ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې به خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي، چې بزګران او په کلیوالو سیمو کې کرنیز کاروبارونه به له کرنیزو مشورو، مسلکي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
دغهراز ټاکل شوې، چې شاوخوا دوه زره هکټاره ویجاړ شوي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي او د ښځو او سیمهییزو ټولنو تر مدیریت لاندې د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو له جوړولو ملاتړ وشي.
افایاو به پر دې سربېره د کرنې او چاپېریال په برخو کې پراختیايي وړتیا لرونکو شرکتونو ته مالي مرستې او تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکړي. تمه ده، چې دغه ملاتړ به د تولید د زیاتوالي، د خدمتونو د پراختیا، په کلیوالو سیمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او له بازارونو سره د بزګرانو د ډېرې نښلېدنې زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې استازولۍ چارسمبالي نیکولا بلومو ویلي، چې د افغانستان د کرنې وړتیا اوس هم تر خپل واقعي کچې کمه کارول شوې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هېواد سخت زیانمنېدنه د دې برخې د ودې مخه نیسي.
په افغانستان کې د دې ادارې استازي ریچارډ ټرینچارډ هم ویلي، چې د افغانستان کرنیزو کاروبارونو، له سختو شرایطو سره – سره د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او له بازارونو سره د بزګرانو د نښلولو واقعي وړتیا ښودلې ده.
اروپايي ټولنه او دا اداره وايي، چې دغه پروګرام به د ډېرو بشري مرستو پر ځای د پرلهپسې اقتصادي ودې، خوړو خوندیتوب او د افغانستان د کلیوالو ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره د دوامدارو حللارو پر لوري د تګ پر موخه پلي شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
