تازه خبرونه
د ختیځ زلزلهځپلو ته د ۲ میلیون یورو مرستې پروګرام پیل شو
دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د فرانسې حکومت پر ګډه د ۲ میلیون یورو پر ارزښت یو پروګرام پیل کړ، چې د ۲۰۲۵ ز.کال د زمری زلزلې له کبله زیانمنو شویو ختیځو سیمو سره مرسته وکړي.
دا پروګرام، چې د خوړو او تغذیې د خوندیتوب لپاره د فرانسې د نوښت په چوکاټ کې تمویلېږي؛ موخه یې د خوړو خوندیتوب راګرځول، د تغذیې وضعیت ښه کول او د کورنیو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د ژوندانه پیاوړتیا ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ دا پروژه به په مستقیم ډول په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۵۱ زره او ۸۷۰ کسانو ته مرسته ورسوي او شاوخوا ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غیرمستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.
د پروګرام اصلي تمرکز د تولیدي شتمنیو بیارغونه، د کورنیو پر کچه د خوړو تولید پیاوړتیا او د خوارځواکۍ کمېدا ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د «نغدي مرستې» د تګلارې له مخې، دا اداره به کورنیو ته له قید او شرط پرته نغدي مرسته، د مالدارۍ د ساتنې بستې، د چرګانو او سابو د روزنې ملاتړ او د تغذیې اړوند روزنې برابرې کړي.
یونیسف به ماشومانو ته مغذي خواړه برابر کړي؛ د ماشومانو مناسبې تغذیې ته وده ورکړي او د اوبو او حفظالصحې خدمتونه پیاوړي کړي، چې د خوارځواکۍ مخه ونیول شي.
د یادو بنسټونو مسوولانو ټینګار کړی، چې دا ګډ اقدام هم د بیړنیو اړتیاوو ځواب ووایي او هم به په هغې سیمه کې، چې اوس هم د طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ ده؛ د خوړو، تغذیې او معیشت د سیسټمونو د ښهوالي لپاره زمینه برابره کړي.