پرمختګ او بشپړتیا
د خوست میخانیکی انستیتیوت زدکوونکي امنیتي دروازه جوړه کړه
د خوست میخانیکی انستیتیوت د برق برخې زدکوونکى فیض الله داسې دروازه جوړه کړي، چې د چاودنې او مرمۍ له غږ سره په اتوماتیکه توگه بنديږي.
فيض الله وایي، دا دروازه د ودانيو ، دفترونو، بانکونو او نور ځانگړیو ځايونو د امنيتي خونديتوب له پاره جوړه شوې ده.
نوموړى زیاتوي، دا دروازه د چاودنې او مرمۍ له غږ سره پخپله بنديږي.
د نوموړي په وینا؛ اوسنۍ دروازه د لرگي ده؛ خو که امکانات مې تر لاسه شي، ياده دروازه به مرمۍ ضد وي او کیدی شي، چې ډېرو دفترونو ته دغه ډول امنيتي دروازې جوړې کړم.
د خوست ميخانيکي انستيتيوت آمر محمد دستگير وايي، په يو شمېر نورو برخو کې هم داسې زدکوونکي لرو، چې د یاد وړ وړتياوې لري.
د خوست ميخانيکي انستيتيوت په ٦ بېلابېلو رشتو کې محصلين لري. د ياد انستيتيوت مسوولين وايي، د عملي کار له پاره وړ تخنيکي توکي نه لرو او که په دې برخه کې يې ستوونزې حل شي؛ نو محصلين به يې ډېر نوي څه جوړ کړي.
خبریال: فريدالله ظاهر.