تازه خبرونه
د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي پوروړي دي
د ښار جوړونې وزارت وايي؛ د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي څه باندي درې سوه میلیو ن افغانۍ پوروړي دي، چې له دې کبله د پروژې د پرانیستلو لړۍ ځنډیدلې ده.
د ښارجوړونې وزارت مسوولین وايي، چي د قصبی پروژې د بشپړیدو له پاره دولت څلویښت میلیون دالر له خپلې بودجې ورکړي او کار يې پیل شوی.
مسوولین وایي، د وږي تر میاشتې به دې پروژه کې جوړ اپارتمانونه پر خلکو ووېشل شي.
د ښارجوړونې وزارت ویانده نفیسه نعمتي وایي، چې د خوشحال خان پروژه هم بشپړه شوې؛ خو د ساختماني شرکتونو پوروړي يو، ځکه مو د تحویلۍ بهیر ځنډیدلی دی.
هغه زیاتوي، د ملي شورا ځینو غړیو په دې پروژه کې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په ارښت کورونه نیولي؛ خو اوس پیسې نه ورکوي او ټولې چارې یې له ستونزو سره مخ شوي او سلګونه میلیون افغانۍ مو بندې دي، چې د ملي شورا له غړیو سره تر ټولو زیاتي دي. دوی په دې پروژه کې کورونه رانیولي که د پیسو ستونزه حل نه شي دا پروژه مونږه ته نه تسلیمیږي.
د ملي شورا غړی محمد هاشم فاریابي هم مني، چې ځینو وکیلا نو کورونه را نیولي؛ خو پیسې یې نه دي ورکړ شوي.
دی وایي، وکیلان باید له قانون څخه سرغړونه ونه کړي.
د ولسي جرګې غړې ناجیه ایماق وایي؛ خبره یم، چې ځینو وکیلانو کورونه رانیولي، خو پیسې نه ورکوي د یو وکیل له پاره دا بیخي بده خبره ده. باید د دغې ستونزې د حل له پاره وکیل صاحبان هم لاس په کار شي
د ښارجوړوني وزارت په هېواد کې د سا ختماني انجینري د معیاري کولو په برخه کې جدي هڅې پیل کړي دي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
افزایش نگرانیها از وضعیت حقوق زنان در افغانستان
بخش زنان ملل متحد میگوید که نقض حقوق زنان در افغانستان پس از آگست سال ۲۰۲۱، درحجم و تاثیرات خود بیسابقه است. این نهاد با نشر گزارش تازهای خواستار اقدام عاجل جهانی برای پایان دادن به محدودیتهای وضعشده بر زنان افغان شده است.
بخش زنان سازمان ملل متحد در پژوهش تازهای، وضعیت زنان و دختران افغانستان پس از تحول سیاسی در اگست ۲۰۲۱ را از نظر مقیاس و تاثیر نسلی بیپیشینه توصیف کرده و گفته است که پیشرفتهای چهل ساله زنان افغانستان در سه سال اخیر از بین رفته است.
بخش زنان ملل متحد گفته که تنها یک فیصد از زنان احساس میکنند که در جامعه نفوذ دارند و تقریباً همه زنان دیگر از نداشتن انتخاب و از دست دادن اختیار و نفوذ خود سخن گفته اند. این سازمان خواستار اقدام عاجل جهانی برای پایان دادن محدودیتهای وضعشده بر زنان در افغانستان شده است.
در بخشی از گزارش بخش زنان سازمان ملل متحد آمده است که: «وضعیت کنونی افغانستان چالشهای بیسابقهای را در مورد برابری جنسیتی در سطح جهانی ارائه میکند. از اگست 2021، طالبان (امارت اسلامی) به طور منظم زیرساختهای قانونی و نهادی افغانستان را از بین برده اند، به خصوص کسانی را که از برابری جنسیتی و پیشرفتهای توانمندسازی زنان حمایت کرده اند را، هدف قرار داده اند.»
ملل متحد در این تحقیق، محدودیتهای آموزشی بر زنان و دختران در افغانستان را با مرگومیر مادران مرتبط دانسته و گفته است که بازماندن ۱.۱ میلیون دختر از مکتب و ممنوعیت تحصیل بیش از ۱۰۰ هزار دیگر در پوهنتون، تاثیرات ویرانگری بر نسل کنونی داشته و بر مرگومیر مادران در این کشور نقش داشته است.
با این حال، امارت اسلامی همواره گفته است که حقوق زنان در کشور بیش از هر زمان دیگر؛ مطابق شریعت تأمین شده است.
درهمین حال، ملل متحد و اتحادیه اروپا تاکید کرده اند که جهت تغییر وضعیت کنونی برای تقویت و حمایت از جوامع و انجمنهای مدنی زنان، باید بودجه دوامدار درنظر گرفته شود و حداقل ۳۰ درصد از مجموع کمکها به طرحهای برای دستیابی به برابری جنسیتی اختصاص داده شود.
این در حالیست که قرار است سومین نشست دوحه با محوریت موضوع افغانستان به میزبانی سازمان ملل در اواخر ماه جاری میلادی برگزار شود.
پیش از این، نهادهای حقوق بشری از سازمان ملل متحد خواسته بودند که حقوق زنان افغان باید محور اصلی این نشست باشد و مشارکت کامل، برابر و معنادار زنان در تمام بخشهای زندگی باید تضمین شود.
امارت اسلامی همواره تاکید کرده حقوق بانوان تامین است و به ان متعهد است.
تازه خبرونه
په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول
ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.
په هرات ولايت کې پر نشهيي توکو څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له ۶ میاشتنۍ درملنې وروسته رخصت او د لوی اختر په مناسبت به خپلو کورنیو ته ستانه شي.
ډاکټران وايي، چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې په لوی مرکز کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو د درملنې بهیر ښه پر مخ روان دی. ډېري هغه خلک، چې روغ شوي اوس خپل عادي ژوند پرمخ وړي.
هغه کسان، چې له میاشتو راپدیخوا تر درملنې لاندې ول؛ اوس له روږدتیا وتلي، دي.
دې ناروغۍ، چې هغوی یې له کور، ټولنې او ژوند څخه لرې ساتلي وه؛ اوس له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي.
څه کم يو کال کېږي، چې د روږدو د درملنې په دې ستر مرکز کې زرګونه کسان تر درملنې لاندې دي. ځايي چارواکي وايي، چې د درملنې په برخه کې کافي اسانتياوې برابرې شوې دي.
ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.
د هرات د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي؛ د هغو کسانو پر وړاندې به جدي اقدام وشي، چې د نشهيي توکو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لري.
ویل کیږي، چې د روږدو د درملنې د دغه ستر مركز تر څنګ د میرمنو د درملنې څلور واړه مركزونه هم فعال دي او پدې ناروغۍ د اخته میرمنو د درملنې لړۍ روانه ده.
ورته خبرونه:
روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه
په نږدې راتلونکي کې به د نشه يي توکو کچه صفر ته راټیټه شي – ذبیح الله مجاهد
تازه خبرونه
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
ياد فورم د روسیې فډراسیون د پوهنې د وزير پر مشرۍ جوړ شوی او په پیل کې کډونوالو ته د ولاديمير پوتين پيغام وړاندې شو.
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا د روسيې فډراسیون په کازان ښار کې د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم له تنظيموونکیو څخه مننه وکړه.
د پوهنې وزارت د څرګندونو له مخې: حبیب الله اغا دغه فورم ته د وینا پر مهال د افغانستان پر ښوونیز وضعيت رڼا واچوله؛ د ښوونځيو، ښوونکیو او زدهکوونکیو ارقام يې د فورم ګډونووالو ته وړاندې کړل.
حبیب الله اغا د ښوونځيو د ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو د چاپولو او ښوونکیو ته د معاشاتو د ورکړې په برخه کې هم له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ياد فورم د روسیې فډراسیون د پوهنې د وزير پر مشرۍ جوړ شوی او په پیل کې کډونوالو ته د ولاديمير پوتين پيغام وړاندې شو.
د دې فورم ګډونوالو ته د روسیې فډراسیون د لومړي وزير د مرستيال پر آنلاين وينا سربېره د روسیې فډراسیون د بهرنيو چارو وزير هم وينا کړې ده.
ویل کیږي، چې د فورم ګډونوالو وزيرانو هم د خپلو هيوادونو د ښوونيز وضعيت په اړه ويناوې واورولې.
ورته خبرونه :
حکومتي ادارو ته د تحصیلي بنسټونو د فارغانو د جلبولو سپارښتنه شوې – ندیم
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
لوبی2 days ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه1 day ago
اروپايي ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړې
-
تازه خبرونه13 hours ago
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ3 days ago
شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د کثافاتو د بالونونو استول بیا پیل کړل